مهترلام (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٠): د يوه قوماندان په ګډون اوه وسله وال مخالفين په لغمان ولايت کې له دولت سره يوځاى شول.
دغه کسان چې له ځان سره يې شپږ ميله وسله هم راوړې وه، نن د مرغومي په ٢٥مه، د لغمان په مرکز مهترلام کې د ملي امنيت په رياست کې خبريالانو ته وښودل شول.
د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو کسانو په دې وروستيو څو کلونو کې په بادپښ ولسوالۍ کې، چې له سروبي او کاپيسا ولايت سره ګډه پوله لري، فعاليت کاوه.
سرچينې زياته کړې، چې دې کسانو د ملي امنيت د موظفينو د هلوځلو په پايله کې له وسله وال مخالفت څخه لاس واخيست او د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.
د يو ځاى شويو مخالفينو مشر قوماندان غلام صديق پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په بادپښ ولسوالۍ کې د دولت پر ضد وسله وال فعاليت کاوه.
هغه زياته کړه، دوى او نور مخالفين د پاکستان له خوا هڅول کېدل، چې په افغانستان کې د ورانکارۍ فعاليتونه ترسره کړي.
نوموړى وايي، چې اوس د خپل دولت پر حقانيت پوه شوي او له دې وروسته به د هېواد په بيارغونه او ابادۍ کې برخه اخلي.
د لغمان ولايت د مسوولينو د معلوماتو له مخې، د سولې د عالي شورا د کار له پيل راهيسې، په دې ولايت کې تراوسه ١٢٦ وسله وال مخالفين له دولت سره يو ځاى شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن