ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حزب اسلامي ٣٠ وسلوال له دولت سره يوځاى شول

18 Jan 2012 - 17:06
18 Jan 2012 - 17:06

مهترلام، جلال اباد (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٠): د لغمان د دولت شاه ولسوال وايي چې د حزب اسلامي وسله والې ډلې ٣٠ تنه له دوى سره يو ځاى شوي دي.

د دولت شاه ولسوال نصير احمد همت د مرغومي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د حضرت مير په نوم د يوه قوماندانۍ په مشرۍ، د دې ولسوالۍ د فراشغان په سيمه کې د دولت پر ضد وسله وال فعاليتونه ترسره کول.

هغه زياته کړه، چې دغه کسان نن له ٢٦ ميله بېلا بېل ډول وسلو سره د ولسوالۍ د مسوولينو او قومي مشرانو په هلو ځلو له دولت سره يو ځاى شول.

د تسليم شويو کسانو قوماندان حضرت مير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى له ډېر پخوا څخه له حزب اسلامي جهادي ډلې سره کار کاوه.

د نوموړي په وينا، دوى د حامد کرزي په مشرۍ د افغان حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوله؛ خو د دې جګړې له امله يې سيمه ناامنه او وروسته پاتې شوې وه.

حضرت مير وايي، د دې لپاره چې په سيمه کې د خلکو ستونزې هوارې او د بيارغونې کارونه ترسره شي، دوى له مخالفت څخه لاس واخيست او له دولت سره يو ځاى شول.

د يادونې وړ ده، دا لومړى ځل دى چې په دې ولايت کې د حزب اسلامي اړوند وسله وال له دولت سره يو ځاى شوي دي.

حزب اسلامي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې مخکې د يوه قوماندان په ګډون اووه وسلوال طالبان د دې ولايت په بادپښ ولسوالۍ کې له دولت سره يو ځاى شوي وو.

د يوه بل خبر له مخې، افغان او ايساف ځواکونو تېره شپه د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفينو سره د مرستې په تور دوه وسله وال نيولي دي.

د خوګياڼو ولسوال حاجي محمد حسن پژواک ته وويل چې تېره شپه، ايساف ځواکونو د خوګياڼو ولسوالۍ په مملې سيمه کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې له يوه کور څخه دوه وروڼه له ځان سره بېولي دي.

ولسوال زياته کړه چې له نيول شوو کسانو سره دوه کلاشينکوفونه او دوه تومانچې هم نيول شوې دي.

نوموړي د نيول شوو په اړه چې ملکي خلک دي او که طالبان؟ څه ونه ويل؛ خو زياته يې کړه چې عمليات د شپې ٢ بجې ترسره شوي دي.

بل پلو په ختيځو ولايتونو کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې له افغان ځواکونو سره په ګډه يې عمليات ترسره کړي او شکمن کسان يې نيولي، چې د شمېر له ښودلو يې ډډه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې درې ورځې وړاندې ايساف په غني خېلو ولسوالۍ کې هم له وسله والو سره د مرستې په تور لس تنه نيولي دي، چېرته چې تېره ورځ ځانمرګى بريد هم رامنځ ته شو.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version