کابل (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٠): د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ملي اردو د دوو سرتېرو د وژل کېدو او دوو نور د ټپي کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړ شوى دى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د اردو دوه سرتېري پرون د نيمروز په دلارام ولسوالۍ کې د خپلو امنيتي دندو پر مهال وژل شوي دي.
خو سرچينې د دوى د وژل کېدو څرنګوالى نه دى په ډاګه کړى.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوه نور سرتېري د زابل په شاه جوى او د هلمند په ماڼوګي ولسوالۍ کې د چاودنو له امله ټپي شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټپي سرتېري روغتونونو ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د ملي دفاع وزارت دغه راز د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار او د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې د وسلو، مهماتو او چاودېدونکو توکو د ترلاسه کولو خبر هم ورکړى دى.
وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن