ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ځانمرګي بريد کې درې افغان سرتېري ټپيان شول

17 Jan 2012 - 15:41
17 Jan 2012 - 15:41

جلال اباد ، مهترلام ( پژواک ٢٧ مرغومى ٩٠ ) : د ننګرهار ولايت د غني خېلو ولسوالۍ د هفتاد ويک غونډ د نظام قراول په خوله  کې  ځانمرګى بريد وشو.

د غنې خېلو ولسوال حاجي زلمي د مرغومي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوه نيمو بجو وشو.

هغه زياته کړه چې ځانمرګى بريد کوونکى په يوه کرولا موټر کې سپور و او په سيمه کې په پخواني هفتادويک غونډ کې چې اوس د ايساف او ملي اردو سرتېري په کې مېشت دي ، په دروازه کې يې ځان ته چاودنه ورکړه.

د نوموړي په وينا، په دې ځانمرګي  بريد کې درې  افغان ساتونکي ټپيان شوي دي.

په ختيځو ولاياتو کې د ايساف مطبوعاتي دفتر د خپل نظامي مرکز په دروازه کې د موټر په وسيله د شوي ځانمرګي بريد پخلى وکړ.

سرچينې وويل چې د پېښې دوه ټپيان يې د جلال اباد هوايي ډګر ته رالېږدولي ، چې افغان ساتونکي و  او د درېيم تن  درملنه په سيمه کې شوې ده.

ايساف وايي چې په دغه بريد کې ددوى سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى .

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ديو بل خبر له مخې، نن له غرمې وروسته په يوه بجه د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د لغمان ولايت په سرخکانو سيمه کې د ملي اردو پر يوه موټر چاودنه وشوه.

په دې ولايت کې د ملي اردو د لومړۍ لوا ددويم کنډک قوماندان  ډګرمن شاه علم پژواک اژانس ته وويل چې دوى له بهرنيو ځواکونو سره پر ګزمې بوخت وو، چې پر يوه ټانک يې چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې يې ټانک ويجاړ او دوه سرتېري يې ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version