ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پل علم کې ځانمرګي بريد د ايساف دوه سرتېري ووژل

26 Sep 2012 - 12:50
26 Sep 2012 - 12:50

پل علم (پژواک ٥ تله ٩١): د  لوګر د مرکز پل علم اړوند سيمه کې نن له غرمې مخکې په يوه ځانمرګي بريد کې د ايساف دوه سرتېري وژل شوي دي.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق د تلې په ٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد نن له غرمې مخکې  شاوخوا يوولس بجې د ولايت د مرکز پل علم په درې کيلومترۍ کې د بره کي برک ولسوالۍ پر سړک د اوني سيدان په کلي کې شوى دى.

هغه زياته کړه، چې لومړى د افغان او ايساف ځواکونو پر ګډې ګزمې د ماين چاودنه شوې او تر هغې وروسته د يوه کرولا موټر په وسيله ځانمرګى بريد شوى دى.

د نوموړي په وينا، سيمه د افغان او ايساف ځواکونو له خوا کلا بنده شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش هم د ځانمرګي بريد پخلى وکړ، خو په اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، د دوى يوه ګزمه له وسلوالو مخالفينو سره په نښته کې ښکېله شوه، چې په ترڅ کې يې ځانمرګى بريد هم ترسره شو.

ايساف پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې يې دوه سرتېري وژل شوي، خو سرچينې د وژل شوو سرتېرو هويت په ډاګه نه کړ.

خو بايد وويل شي چې په لوګر  د ايساف امريکايي او چک هېواد سرتېري مېشت دي.

د صفي الله په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد د يوه کرولا موټر په وسيله، چې سپينږيرى چلوونکى يې درلود، ترسره شو.

د هغه په وينا، لومړى د ماين چاودنه وشوه او تر هغې وروسته ياد کرولا موټر د بهرنيو ځواکونو له يوه موټر سره وجنګېد او سخته چاودنه وشوه.

صفي الله زياتوي، چې تر دغو چاودنو وروسته چورلکې راغلې، سيمه يې کلابنده کړه او يوه چورلکه د پېښې ځاى ته څېرمه کېناسته.

وسلوالو طالبانو ددې ځانمرګي بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دې بريد کې د ناټو درې ټانکونه ويجاړ او اوه سرتېري يې وژل شوي  او نه نور يې ټپيان دي.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version