ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد په ځانمرګي بريد کې ٩ تنه وژل شوي

27 Feb 2012 - 07:23
27 Feb 2012 - 07:23

جلال اباد (پژواک ٨ کب ٩٠): د جلال اباد هوايي ډګر مخې ته نن سهار په شوي ځانمرګي بريد کې نهه تنه وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

دغه ځانمرګى بريد نن (د کب ٨مه) سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې د تورخم-جلال اباد پر لويه لار د هوايي ډګر مخې ته په نظام قراول کې وشو.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي د کب په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار وخته د هوايي ډګر مخې ته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې شاوخوا نهه تنه وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبيدالله تلوار د پېښې په ځای پژواک اژانس ته وويل، چې په وژل شوو کې شپږ عام وګړي، دوه د هوايي ډګر ساتونکي او يو د ملي اردو سرتېرى دى.

د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې دوه د اردو سرتېري، يو ساتونکى او ٩ نور عام وګړي دي.

هغه زياته کړه، بريدکوونکي غوښتل، چې له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر هوايي ډګر ته ننباسي، خو د نظام قراول په دروازه کې يې چاودنه وکړه.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وويل، چې تر اوسه دوی ته شپږ مړي او څلور ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

په دې پېښه کې يو ټپي صالح محمد وايي، چې دى په خپل موټر کې تورخم ته روان و، چې ناڅاپي څو متره مخې ته د سړک تر غاړي چاودنه وشوه.

نوموړى وايي، چې په دې چاودنه کې دى او په موټر کې ورسره ناست دوه نور کسان ټپي شول.

د جلال اباد هوايي ډګر، چې د تورخم-جلال اباد پر لويه لاره موقعيت لري، د دغه ځانمرګي بريد له امله ګڼ شمېر هغه موټر، چې پر سړک روان وو، هم زيانمن شوي دي.

وسلوالو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد د مولوي احمدالله په نوم د ننګرهار ولايت يوه اوسېدونکي ترسره کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې لسګونو امريکايي او کورنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مجاهد وايي، چې دغه بريد ځانمرګى بريد د امريکايي ځواکونو له خوا په بګرام کې د قران کريم د سوځولو په غبرګون کې ترسره شوى دى.

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version