فيض اباد (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٠): تېره ورځ په بدخشان کې د واورې ښويېدو له امله ١٣تنه نور له منځه تللي، چې د دغې وروستۍ يوې اونۍ پر مهال د دا ډول پېښو له امله په دغه ولايت کې د مړو شمېر ٢٨ تنو ورسېد.
د بدخشان له پېښو سره د مبارزې رييس ثناءالله اميري نن (د مرغومي ٢٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون له غرمې وروسته د دغه ولايت په مربوطاتو کې څلور ځايه واوره ښويېدلې، چې مالي او ځاني زيان يې رامنځته کړى دى.
اميري زياته کړه: ((د خواهان ولسوالۍ د هنبر په کلي کې د يوه برفکوچ له امله د يوې ښځې په ګډون درې تنه مړه شوي او شپږ نور ژوبل دي، د دې ولسوالۍ د سربلند په کلي کې د يوه بل برفکوچ له امله ٢٥ تنه ټپيان شوي دي، ٢٠٠ څاروي له منځه تللي او څلور کورونه هم ويجاړ شوي دي.))
هغه زياته کړه، چې د راغستان ولسوالۍ په يوه بل کلي کې د برفکوچ له امله اته تنه مړه او ٢١ نور ټپيان او دوه نور نادرکه دي.
اميري زياته کړه، چې د شهر بزرګ ولسوالۍ په چشمه دختران سيمه کې د يوه بل برفکوچ له امله دوه وروڼه، چې له سيمې د تېرېدو په حال کې وو، مړه شوي دي.
د بدخشان له پېښو سره د مبارزې رييس د معلوماتو له مخې، چې په دغه ولايت کې د تېرې اونۍ د اورښتونو او واورې ښويېدنې له امله د مړو شمېر ٢٨ تنه او د ټپيانو شمېر ٦٤ تنو ته ورسېد، خو ښايي پر کليو د راغلو واورو په پاکولو سره د مرګ ژبلې ياده شمېره لوړه شي.
يادې واورې ښويېدنې په داسې حال کې پرون له غرمې وروسته رامنځته شوې، چې د فوکس دفتر د ژغورنې او د اغاخان بنياد روغتيايي ډلې د دغه ولايت د اشکاشم ولسوالۍ د زيچ کلي ته نږدې له واورو د يوه مړي په ګډون ١٥ تنه را وايستل.
هغه زياته کړه، چې دغه کسان هغه مهال په وارو کې بند پاتې شول، چې له دې سيمې نه د تېرېدو په حال کې وو.
د يوه بل خبر له مخې، د بدخشان والي شاه ولي اديب نن سهار له پېښو سره د مبارزې ادارې، عامې روغتيا، اطلاعاتو او کولتور او د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د چارواکو په ګډون د يوه پلاوي په مشرۍ له يوې روغتيايي ډلې، نغدو پيسو، جامو، لوښو، خېمو او ترپالونو سره د راغستان ولسوالۍ ته ولاړ.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن