ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شطرنج د لوبو څلور مخکښې څېرې وټاکل شوې

د شطرنج د لوبو څلور مخکښې څېرې وټاکل شوې

author avatar
18 Jan 2012 - 18:27
د شطرنج د لوبو څلور مخکښې څېرې وټاکل شوې
author avatar
18 Jan 2012 - 18:27

کابل (پژواک ٢٨مرغومى ٩٠): د شطرنج د لوبې څلور مخکښې څېرې د هغو سياليو په ترڅ کې چې د اتلانو د ټاکنې په موخه د شطرنج د ١٦ لوبغاړو ترمنځ په کابل کې جوړې شوې وې، وټاکل شوې. 

د شطرنج د فدراسيون رييس محمود حنيف، د شطرنج د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترمنځ د دې سياليو موخه، د شطرنج د مخکښو څېرو او د روان کال د قهرمان غوراوى وګاڼه او وايي، چې دغه سيالۍ يوه اونۍ وړاندې پيل شوې وې او نن پاى ته ورسېدې.

د ده په وينا، په دې لوبو کې هر لوبغاړي ١٥ لوبې ترسره کړې، چې په پايله کې يې څلور تنه له لوړو امتيازاتو سره د ملي لوبډلې د مخکښو څېرو په توګه وټاکل شول.

حنيف پژواک خبري اژانس ته وويل چې خيبر فرازي او ذبيح الله احمدي د ١٣ -١٣ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړى، سيد وهاب د ١١ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دوهم مقام او حبيب الله د ١٠ امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام ترلاسه کړى دى.

يوې مخکښې څېرې ذبيح الله احمدي وويل، اته کاله کېږي چې د شطرنج د ملي لوبډلې غړيتوب لري او تراوسه يې په لسو بهرنيو سياليو کې ګډون کړى او ښې لاس ته راوړنې يې هم درلودې.

هغه هيله څرګنده کړه، چې د شطرنج د اولمپيک په سياليو کې چې ټاکل شوې ده په ترکيه کې ترسره شي، خپل هېواد ته ښه لاسته راوړنه ولري.

د شطرنج فدراسيون رييس وايي، چې ټاکل شوې ده دغه سيالۍ په راتلونکې زېږديزه مياشت کې د ١٦٢ هېوادونو د شطرنج لوبغاړو په ګډون په ترکيه کې ترسره شي.

هغه وايي، چې په دې سياليو کې ١٢ لوبغاړي (شپږ نارينه او شپږ ښځې) له افغانستان څخه هم ګډون کوي.

دوه هغه لوبغاړي، چې ټاکل شوې ده په دې سياليوکې ګډون وکړي، مخکې له مخکې ټاکل شوي دي.

د شطرنج د فدراسيون رييس وويل، چې د نارينه وو شطرنج لوبغاړو سيالۍ پاى ته رسېدلې او ټاکل شوې ده چې سبا، د ښځينه وو شطرنج لوبغاړو د مخکښو څېرو د غوراوي په موخه په کابل کې سيالۍ ترسره او د دې سياليو په ترڅ کې مخکښې څېرې  غوره او د ترکيې سياليو ته ور وپېژندل شي.

شطرنج يوه شاهي لوبه ده چې تاريخي ارزښت لري او افغانستان په  ١٣٦٣ لمريز کې  د شطرنج د نړيوال فدراسيون غړيتوب ترلاسه کړ.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.