لښکرګاه (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٠): د هلمند د کجکي او نادعلي ولسواليو په پرونيو امنيتي پېښو کې ١٧ تنه وژل شوي او ٢٣ نور ټپي شوي دي.
د هلمند د والي وياند داوود احمدي د مرغومي په ۲۹مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې پرون مازديګر د کجکي ولسوالۍ په بازار کې د يوه موټرسايکل په وسيله ځانمرګى بريد ترسره شو.
نوموړى وايي، چې دغه ځانمرګى بريد د کجکي ولسوالۍد بازار په منځ کې د پوليسو پر پلې ګزمې شوى دى.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې ١٠ ملکي وګړي او درې پوليس وژل شوي، ٢٠ ملکي او دوه پوليس ټپي شوي دي.
د احمدي په وينا، چې ټپيان بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات ور نه کړل.
د کجکي ولسوالۍ له ځانمرګي بريد يو ساعت وروسته په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي امنيت پر مدير چاودنه وشوه.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ د څانګې مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د ملي امنيت مدير ولي محمد له درېيو کسانو سره و وژل شو او يو تن ټپي شوى دى.
د هوتګ په وينا، په دغو وژل شوو کسانو کې د دې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړى ګل اغا هم شامل دى.
د کجکي ولسوالۍ د ځانمرګي بريد مسووليت، چې قربانيان يې ډېرى عام وکړي دي، تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى، خو د نادعلي د پېښې مسووليت وسله والو طالبانو اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د ماين په دې چاودنه کې يې د يادې ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير په ګډون شپږ تنه وژلي دي.
د يادونې ده، چې افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږدل د پروسې په دويم پړاو کې څه موده وړاندې د نادعلي ولسوالۍ د امنيت چارې هم افغان ځواکونو ته وسپارل شوې او له هغه وروسته دا لومړۍ غټه امنيتي پېښه ده، چې په دې ولسوالۍ کې رامنځته کېږي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن