جلال اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩٠): د کابل – جلال اباد لويه لاره چې نن سهار د واورې او يخک له امله په ماهيپر کې تړل شوې وه، مازيګر د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه.
د کابل – سروبي د لويې لارې د ساتنې قوماندان حليم خان د سلواغې په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د فوايد عامې وزارت په مرسته، د ماهيپر له بېخ څخه تر پورته ساحې پورې شګه او مالګه يې واچوله او واوره او يخک يې ويلې کړل.
نوموړى چې په خپله په سيمه کې و، زياته يې کړه، د مازيګر په څلورو بجو لاره د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه؛ خو د موټرو د ګڼې ګوڼې له امله، موټر ډېر په سستۍ سره له ساحې وځي.
هغه وايي، که چېرې د شپې بيا واوره وورېږي، نو وېره شته، چې سبا بيا سيمه يخک ووهي او لاره د ترافيکو پر وړاندې بنده شي.
په کابل کې د جلال اباد د اډې يوه منشي صبر ګل پژواک اژانس ته وويل، چې مازيګر په شاوخوا څلورو بجو له جلال اباد څخه موټر کابل ته راورسېدل او لاره خلاصه شوه.
د يادونې وړ ده، چې په روان ژمي کې په درېيم ځل په کابل او شاوخوا سيمو کې د واورې ورېدل پيل شوي، چې له امله يې په لارو کې خلکو ته ستونزې پيدا کړې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن