ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا کانګرېس: په ٢٠١١ کال کې ٢٢٦٢ ملکي افغانان وژل شوي

24 Jan 2012 - 14:05
24 Jan 2012 - 14:05

کابل (پژواک ٤ سلواغه ٩٠): د امريکا کانګرېس په يوه راپور کې ويلي، چې د ٢٠١١ زېږديز کال پر مهال په افغانستان کې ٢٢٦٢ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د امريکا د کانګرېس د څېړنيزو خدمتونو د ادارې (سي. آر. اېس) له خوا په جوړ شوي دغه راپور کې راغلي، چې ٢٠١١ زېږديز کال د ٢٠١٠ زېږديز کال په پرتله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په کچه کې لږ کموالى راغلى دى.

سرچينې زياته کړه، چې په ٢٠١١ زېږديز کال په ټول افغانستان کې ٢٢٦٢ تنه عام وګړي وژل شوي، په داسې حال کې چې په ٢٠١٠ زېږديز کال کې دغه شمېره ٢٧٧٧ تنه وه.

په ياد راپور کې راغلي، چې په ٢٠١١ زېږديز کال کې د افغان ملي اردو او ملي پوليسو د مرګ ژوبلې کچه هم ټيټه شوې وه.

د کانګرېس راپور زياته کړې، چې په دغه کال کې د افغانستان د ملي اردو ٢٨٩ سرتېري وژل شوي، په داسې حال کې، چې له هغه په مخکې کال کې ٨٢١ د اردو سرتېري وژل شوي وو.

دغه راز په ٢٠١١ کال کې ٥٢٢ پوليس وژل شوي او له دغه په مخکې کال کې دغه شمېره ١٢٩٢ تنه وو.

بايد وويل شي، چې په ٢٠١١ زېږديز کال کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه هم ټيټه شوې وه، په تېر ميلادي کال کې ٥٦٦ بهرني سرتېري و وژل شول، په داسې حال کې چې په ٢٠١٠ کال کې ٧١١ تنه وژل شوي وو.

په ياد راپور کې دغه راز راغلي، چې له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې ١٨٦٤ امريکايي سرتېري وژل شوي او ١٥٢٦٢ نور ټپي شوي دي.

د امريکا کانګرېس په داسې حال کې د ملکي تلفاتو د کچې د ټيټدو خبر ورکوي، چې ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسيون د ٢٠١١ زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ملکي تلفاتو په کچه کې د ١٥ سلنې زياتوالي خبر ورکړى و.

ملګري ملتونو په يوه راپور کې ويلي و، چې د ٢٠١١ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې، په افغانستان کې ١٤٦٢ تنه وژل شوي وو، چې د ٢٠١٠ زېږديز کال د لومړيو شپږو مياشتو له کچې څخه ١٥ سلنه زياته وه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version