کابل ښار (پژواک ١١ سلواغه ٩٠): د ايساف د يوه خدماتي غړي په وژل کېدو سره د روان زېږديز کال له پيل څخه په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د وژل شويو سرتېرو شمېره ٣٤ تنو ته ورسېده.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د سلواغې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه خدماتي غړى نن (د سلواغې ١١مه) د افغانستان په سوېل کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې وژل شوى دى.
ايساف د پېښې کره ځاى او د وژل شوي سرتېري هويت نه دى په ډاګه کړى؛ خو په سوېل کې زياتره امريکايي سرتېري مېشت دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په هلمند ولايت کې د يوې چورلکې د راغورځېدو له امله د ايساف شپږ سرتېري او همدارنګه د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د يوه سرتېري په ډزو کې څلور سرتېري ووژل شول.
په روان زېږديز کال کې په هېواد کې د بهرنيو د وژل شوو سرتېرو شمېره ٣٤ تنو ته ورسېده، چې څه دپاسه ٢٥ يې امريکايان دي.
تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن