کابل ښار (پژواک ١٠ غويى ٩١): د ايساف د دوو سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د دغو ځواکونو د وژل شوو سرتېرو شمېر ١٣٥ تنو ته ورسېد.
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د غويي ١٠مه) د ايساف د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي، چې يو سرتېرى يې تېره ورځ د افغانستان په ختيځ کې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې د ايساف يو خدماتي غړى نن د افغانستان په سوېل کې د سړک غاړې په چاودنه کې ووژل شو.
ايساف د وژل شوو سرتېرو د هويت او د پېښې د کره ځاى په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو د افغانستان په ختيځ او سوېل کې ډېرى امريکايي سرتېري مېشت دي.
دوه ورځې مخکې ايساف ځواکونو د افغانستان په ختيځ کې د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله د خپلو درېيو سرتېرو او په سوېل کې يې د يوه بل سرتېري، چې د اردو په جامه کې د يوه کس له خوا پرې ډزې شوې وې، د وژل کېدو خبر ورکړى وو.
د ايساف کژولټي د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له پيله راپه دېخوا د ايساف ١٣٥ سرتېري د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې وژل شوي دي.
په روانه مياشت کې د ايساف ٣٨ سرتېري او د مارچ په مياشت کې ٣٩ سرتېري په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي، چې د مارچ په مياشت کې يې دغه کچه د روان کال د دوو لومړيو مياشتو په پرتله لوړه وه.
له ٢٠٠١ زېږديز کال راپه دېخوا په افغانستان کې د ايساف ٢٩٨٢ سرتېري وژل شوي، چې څه باندې ١٩٤٠ يې امريکايي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن