ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې له ولسمشر کرزي سره وکتل

1 Feb 2012 - 17:12
1 Feb 2012 - 17:12

کابل (پژواک ١٢سلواغه ٩٠): د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې افغانستان ته د دې سفر د ښه نيت او له افغانستان سره د اړيکو د لا زيات ټينګښت په موخه دى.

د ولسمشر د وياند له دفتر څخه په راغلې خبرپاڼه کې د دې مطلب ترڅنګ راغلي دي، چې د پاکستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزېره مېرمن حنا رباني کهر، نن غرمه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رييس حامد کرزي سره ليدنه او خبرې اترې وکړې.

سرچينې ليکلي دي چې په دې ليدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا، د سولې پر پروسې او پر هغو ګواښونو چې د ترهګرۍ له خوا دواړو هېوادونو ته پېښ دي، خبرې اترې وشوې.

مېرمن حنا رباني کهر چې نن کابل ته راغلې ده، افغان ولسمشر ته بلنه ورکړه، ترڅو د افغانستان، پاکستان او ايران په درې اړخيزه ناسته کې، چې ټاکل شوې ده د فبروري مياشتې په نيمايي کې په  پاکستان کې جوړه شي، ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې په دې ليدنه کې ژمنه وکړه، چې هېواد به يې د افغانستان د سولې په پروسه کې هر اړخيزه همکاري وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر حامد کرزي په دې ليدنه کې ويلي دي، چې پاکستان کولاى شي د افغانستان د سولې په پروسه کې ګټوره ونډه ولري.

کرزي زياته کړې ده چې په افغانستان او پاکستان کې بد امني، د دې لامل شوې چې خلکو ته جدي زيانونه ورسېږي او دواړه هېوادونه له لازمي پرمختګ څخه وروسته پاتې شي.

افغان ولسمشر له مېرمن کهر سره په خبرو اترو کې، په سيمه کې د بنسټ پالنې پرمختګ يوه مضره او د ثبات او پرمختګ مخنيوونکې پديده ګڼلې او ويلي يې دي، چې د افراطيت لاملونه بايد وڅېړل شي او د افغانستان او پاکستان هېوادونه بايد د سولې او ثبات د ټينګښټ په لار کې عملي ګامونه پورته کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version