ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د توغندويي بريدونو په اړه پاکستان ته شکايت وکړ

افغانستان د توغندويي بريدونو په اړه پاکستان ته شکايت وکړ

author avatar
28 Jun 2012 - 16:09
افغانستان د توغندويي بريدونو په اړه پاکستان ته شکايت وکړ
author avatar
28 Jun 2012 - 16:09

اسلام اباد (پژواک ٨ چنګاښ ٩١): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې ته پر کونړ د دغه هېواد له خاورې د ترسره شويو بريدونو په اړه شکايت وکړ.

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي اتشې له خوا د چنګاښ په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه شکايت د افغانستان سفير محمدعمر داوودزي نن په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر ته له هغې سره د ليدنې پر مهال وکړ.

سرچينې زياته کړې ، چې په دې ليدنه کې دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو او د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي،چې دواړو خواوو کابل ته د پاکستان د نوي لومړي وزير د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې وکړې او دا يې ګټور وباله.

د افغانستان سفير داوودزي هيله وښوده، چې ياد سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لاښه کولو او د شته ستونزو د حل لپاره د ګډې همکارۍ د پياوړتيا په برخه کې ګټور ثابت شي.

ولسمشر حامد کرزي درې ورځې مخکې د پاکستان له نوي لومړي وزير راجه پروېز اشرف سره د ټېلېفوني خبرې پر مهال هغه ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او د کابل د سفر بلنه يې ورکړه، چې د هغه له خوا ومنل شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ليدنې پر مهال د افغانستان سفير د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې ته د دغه هېواد له پر کونړ ولايت د پيل شويو بريدونو په اړه شکايت وکړ او خپله اندېښنه يې څرګنده کړه.

داوودزي زياته کړه، چې ټول افغانان پر دغو بريدونو سخت خواشيني او قهرجن دي او ددې بريدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه يې وکړه.

هغه وويل: ((پر کونړ د بريدونو په څېر پېښې د ترهګرۍ په ګټه تماميږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناسم پوهاوي لامل ګرځي.))

سرچينه کاږي، چې په دې ليدنه کې د افغانستان سفير د پاکستانيو امنيتي ځواکونو له خوا له افغان کډوالو سره پر ناسم چلند هم نيوکه وکړه او له حنا رباني يې وغوښتل ، چې   په مخنيوي کې دې ورسره مرسته وکړي.

عمر داوودزي زياته کړه، چې دواړه هېوادونه د کډوالو په اړه په يو ګډ پلان کار کوي او افغان دولت په عزتمنده توګه د يوه منظم پروګرام له لارې او په خپله خوښه د خپلو خلکو   بېرته ستنېدل غواړي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي،چې د افغانستان سفير له مېرمن رباني کهر څخه وغوښتل، چې د کراچۍ په بندر کې د افغان ښوونځيو بند کتابونه خوشې کړي.

سرچينې زياته کړې،چې مېرمن کهر هم د افغانستان له خاورې په دير کې په خپلو سرتېرو د وسلوالو د بريدونو يادونه وکړه او ويې ويل، چې په دې پېښه کې يې ١٧ سرتېري وژل شوي دي.

هغې د افغانستان له دولت څخه وغوښتل، چې په راتلونکي کې د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره جدي هڅې وکړي.

د کډوالو د ستونزو په اړه حنا رباني کهر وويل، چې اړوندو چارواکو ته به سپارښتنه وکړي، چې د کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

د بندو کتابونو په اړه مېرمن کهر زياته کړه، چې دا ستونزه هواره شوې او پرون يې په کراچۍ کې اړوند مسوولينو ته په دې اړه هدايات ورکړي او ډېر ژر به د کتابونو ٧٧ کانټينره افغانستان ته ولېږدول شي.

افغانستان په داسې حال کې پاکستان ته د کونړ پر بريدونو شکايت کړى، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې يوځل بيا د پاکستان له خاورې پر دغه ولايت د توغندويي بريدونو لړۍ پيل شوې ده.

د ځايي چارواکو او اوسېدونکو په وينا، په دغو بريدونو کې تر اوسه خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زيانونه اوښتي او سلګونه کورنۍ کډې شوې دي.

پرون د افغانستان د ملي دفاع وزارت پر دغو بريدونوسخت غبرګون وښود او زياته يې کړه، چې دوى په دې اړه د ولسمشر حامد کرزي امر ته منتظر دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.