ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي امنيت رياست د دريو مهمو طالبانو د نيولو خبر ورکړ

د ملي امنيت رياست د دريو مهمو طالبانو د نيولو خبر ورکړ

کابل ښار (پژواک ١٨ سلواغه ٩٠): د ملي امنيت لوى رياست وايي، چې د طالبانو درې مهم کسان يې، چې پر جنرال داوود، شاه جهان نوري، انجنير عمر او عبدالمطلب بېګ يې ځانمرګي بريدونه پلان کړي وو، نيولي دي.

د ملي امنيت د لوى رياست وياند لطف الله مشعل نن (د سلواغې ١٨مه) د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د دغو کسانو نومونه قاري ياسين حکمت، قاري حسن، چې د صابر، نسيم او جليل مستعار نومونه لري او قاري محب الله ياد کړل او ويې ويل، هغوى دوه اونۍ مخکې، چې غوښتل يې له تخار ولايت نه پاکستان ته وتښتي، د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې ونيول شول.

هغه زياته کړه، دغو دريو تنو ترهګريز او ځانمرګي بريدونه، چې په کې درې دولتي چارواکي او يو د ولسي جرګې غړى و وژل شو، چمتو کړي وو.

په هغه ځانمرګي بريد کې، چې د روان کال د مرغومي په مياشت کې د تخار په تالقان ښار کې د يوه قومي مشر د جنازې په مراسمو کې ترسره شو، له امله يې په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو د استازي عبدالمطلب بېګ په ګډون ٢٠ تنه و وژل شول او ٥٠ نور ټپيان شول.

په شمال کې د ٣٠٣ زون قوماندان جنرال محمد داوود داوود او د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال شاه جهان نوري د روان کال د غبرګولي په مياشت کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې و وژل شول.

همدارنګه د کندوز والي انجنير محمد عمر په هغې چاودنه کې، چې نږدې يو نيم کال مخکې د تالقان ښار په جامع جومات کې رامنځته شوه، له ١٣ نورو کسانو سره و وژل شو.

ټول دغه کسان د اسلامي جمعيت پخواني جهادي قوماندانان وو.

د ملي امنيت د لوى رياست وياند وويل ؛ دغه درې تنه، چې د تالقان ښار په خواجه مختار مدرسه کې پر زده کړو بوخت وو، خپل جرم منلى او ويلي يې دي، چې په تخار ولايت کې د طالبانو د يوه چارواکي قاري عبدالرحيم له خوا، چې دغه مهال په پاکستان کې ژوند کوي، د ځانمرګي، ترهګريزو او ورانکاره کړنو د ترسره کولو لپاره جذب شوي او د هغه په لارښونه يې په هغه ولايت کې په بېلابېلو ترهګريزو کړنو او ماين اېښودنو کې لاس درلود.

مشعل زياته کړه، نيول شوو کسانو منلې، چې قاري عبدالرحيم، د عبدالله په نوم يو ځانمرګى بريد کوونکى له پاکستان نه په تخار کې قاري سيف الرحمن ته، چې د قاري عبدالرحيم د ډلې د ترهګريزو او ځانمرګو بريدونو سازمانوونکى و، لېږلى او هغه عبدالله د څو ورځو لپاره په خپل کور کې ساتلى و.

په پاى کې عبدالله د ملا شاه جهان د جنازې په مراسمو کې ځانمرګى بريد وکړ، چې له امله يې عبدالمطلب بېګ و وژل شو.

د مشعل د معلوماتو له مخې، همدارنګه دې ډلې په پام کې درلودل، څو د نوي کال په مراسمو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ترهګريز او ورانکاره کړنې ترسره کړي.

د يادونې ده، چې د ملي امنيت لوى رياست تېره مياشت په کونړ کې د دوو پاکستاني وګړو د نيولو خبر ورکړى و.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.