ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې دښځو پر وړاندي د تاو تريخوالي کچه لوړه شوى ده

7 Feb 2012 - 19:39
7 Feb 2012 - 19:39

کندهار(پژواک١٨سلواغه٩٠):په کندهار کې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي کچه په داسې حال کې لوړه شوې، چې په دې ولايت کې د مېرمنو لپاره د امن کور نشته او ګڼې له تاو تريخوالي سره مخ مېرمنې، چې بايد د امن په کور وساتل شي له کوم جرم پرته په زندانونو کې ساتل کېږي.

 د کندهار ولايت د ښځو چارو رييسې رقيې اڅکزۍ له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې روان کال په دې ولايت کې د مېرمنو پر وړاندې د تاو تريخوالي کچه د تېر کال په پرتله لوړه شوې، چې لاملونه يې بې سوادي، ناامني، ټيټ اقتصاد، د قانون نه حاکميت او کلتوري ستونزې دي.

 هغې زياته کړه، په روان ١٣٩٠ لمريز کال کې د کندهار ولايت په کچه د مېرمنو پر وړاندې د تاو تريخوالي ٥٦ پېښې ثبت شوې، چې پکې د ځان سوځونې، ځان وژنې او له کور څخه د تېښتې پېښې شاملې دي.

 د نوموړي په وينا، يو شمېر مېرمنې د کورنيو جنجالونو له امله د نارينوو له لورې آن په چاړو هم وهل شوي او دغه راز د دغه کال په اوږدو کې ٤ تنې مېرنې د وسله والو کسانو له خوا ترور شوې هم دي.

 دا وايي، که څه هم د کندهار د ښځو چارو رياست د مېرمنو پر وړاندې د تاو تريخوالي د کچې د را ټيټېدو لپاره هلې ځلې کوي، خو په دې برخه کې له ستونزو سره هم مخ دي، چې يوه عمده ستونزه يې په دې ولايت کې د مېرمنو لپاره د امن د کور نشتوالى دى.

 اڅکزۍ زياته کړه: ((ګڼ شمېر هغه مېرمنې، چې په کورنو کې يې ژوند تريخ او له تاوتريخوالي سره مخ وي، له کورونو تښتي، دغه مېرمنې کله نا کله هغوى ته هم مراجعه کوي، خو هغوى يې د ساتنې لپاره ځاى نه لري.))

 د دې په خبره، دا يوازې د ښځو چارو رياست نه دى، چې له دې ستونزې سره مخ دى، بلکې د کندهار امنيه قومنداني، ملي امنيت رياست او محکمه هم د جنايي پېښو پر مهال له دغې ستونزې سره مخ دي.

 د نوموړې په وينا، ګڼې هغه مېرمنې، چې د ځينو ستونزو له امله له کوره وتلې او يا هم په جنايي جرمونو کې ښکېلې وي، تر هغه مهاله چې قضيې يې څېړل کېږي د امن د کور پر ځاى په زندانونو کې ساتل کېږي، چې يو غير قانوني عمل دى.

 اڅکزۍ وايي، د دې تر څنګ د يو شمېر مېرمنو د ځان وژنې او سوځونې عمده لامل همدغه د امن د کور نشتوالى دى؛ ځکه يو شمېر مېرمنې، چې په کورنو کې له تاو تريخوالي سره مخ وي د نا چارۍ له مخې خپل کور پرېږدي، نو که د دغه راز مېرمنو لپاره د امن کور شتون ولري، ژوند به يې وژغورل شي.

 هغې په دې برخه کې د يوې مېرمنې بېلګه وړاندې کړه، چې څو مياشتې وړاندې د کورني تاو تريخوالي له امله له خپله کوره وتلې او د ښځو چارو رياست ته يې مراجعه کړې وه.

 دا وايي، د ښځو چارو رياست دغه تښتېدلې مېرمن د امن کور د نشتوالي له امله بيرته خپلې کورنۍ ته سپارلې وه، چې کورنۍ يې هغه وژلې وه.

 د کندهار ګڼ شمېر مېرمنې هم وايي، چې په دې ولايت کې د امن کور يوه مهمه اړتيا ده، ځکه هغه ښځې، چې په خپلو کورنو کې له تاوتريخوالي سره مخ دي، بل چيرته د اوسېدو چاره او توان نه لري.

 د کندهار ښار د چوڼۍ سيمې يوه اوسېدونکې مېرمن ثنا، چې په يوه ښوونځې کې ښوونکې ده وايي، د ګڼ شمېر مېرمنو د ځان سوځونې او وژنې لامل په دې ولايت کې د امن د کور نشتوالى دى.

 هغې پژواک اژانس ته وويل، هغه مېرمنې، چې له تاوتريخوالي سره مخ دي، که په دې پوه شي، چې د ژوند تېرولو يو بل ځاى لري، نو هيڅکله به خپل ځان و نه وژني.

 دا وايي: ((له تاوتريخوالي سره مخ مېرمنې خپل ځانونه له ناچارۍ وژني، ځکه هغوى د خلاصون بله لاره نه ويني، خو که په دې پوه شي، چې هغوى د ژوند کولو لپاره د امن کور لري، نو خپل ژوند به په خطر کې نه اچوي.))

 د تريخ ژوند له امله له خپلو کورنو څخه يو شمېر تښتېدلې مېرمنې دا مهال په زندانونو کې ساتل کېږي، چې دا ستونزه په خپله د ښځو چارو رياست هم مني.

 د دغه راز مېرمنو له ډلې څخه د نازيې په نوم يوه ځوانه مېرمن هم ده، چې د تاو تريخوالي له امله يې خپل کور پرې ايښى او اوس په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.

 هغې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((نيمه شپه وه، چې له خپله کوره راووتم، د يوه بل سړي کره مې شپه وکړه، بيا يوې ښځې بوتلم، د هغې کره مې دوې شپې وکړې، دلته بيا عسکرو راوستم.))

 دا زياتوي، په کور کې يې خاوند او خواښې سخت ظلم ورسره کاوه، چې نور يې هيڅ زغملى نه شو، آخر يې مور مشوره ورکړه، چې له کوره وتښتي.

 په کندهار کې د بشر د حقونو د سيمه ييز دفتر يو کارکوونکى شمس الدين تنوير په زندانونو کې له کورونو څخه د تښتېدلو مېرمنو ساتل له قانون څخه سرغړونه ګڼي، خو وايي، چې اړوندې ادارې دا کار د امن کور د نشتوالي له امله کوي.

 هغه وويل، د هغوى اداره هم له ورته ستونزې سره مخ ده او هغه ماشومانې نجونې چې له کورونو تښتي او يا هم له پاکستان هېواد څخه دلته راځي، هغوى يې د ځاى د نشتوالي له امله زندان ته لېږي.

 د کندهار د ښځو چارو رئيسه مېرمن رقيه اڅکزۍ وايي، چې د ښځو چارو وزارت په دې ولايت کې د امن کور د جوړولو پلان درلود، خو يو شمېر ادارو او مسوولينو يې مخالفت کړى و.

 د هغې په خبره، دغو ادارو ويلي وو، چې که په کندهار کې د امن کور جوړ شي، نو بيا به ډېرې ښځې له کورونو تښتي او د امن په کور کې به پناه اخلي.

 خو دا له هغو بهرنيو ادارو، چې د مېرمنو د حمايې په برخه کې کار کوي، غوښتنه کوي، چې په کندهار کې د مېرمنو لپاره د امن کور جوړ کړي، دا وايي د ښځو چارو وزارت يوازې پاليسي جوړونکى وزارت دى او په دې برخه کې بوديجه نه لري.

 د هغې په وينا، که بهرنۍ ادارۍ د امن د کور د جوړولو او سمبالولو لګښت په خپله غاړه واخلي، نو د ښځو چارو رياست به يې د څارنې او سرپرستۍ مسووليت ومني.

 اڅکزۍ وايي، چې د کندهار ولايت د مېرمنو لپاره له بېلابېلو لارو کار کوي، تر څو پر وړاندې يې د تاوتريخوالي کچه راټيټه او په دې برخه کې يې ستونزې هوارې شي.

 هغې دغه راز خبر ورکړ، چې په راتلونکې لمريز کال کې به د کندهار د مېرمنو لپاره يو پارک هم جوړوي، چې د تفريح پر مهال ترې ګټه پورته کړي، ځکه کندهارۍ مېرمنې اوسمهال د تفريح لپاره زيارتونو ته ځي.

 د دې په خبره، د پارک لپاره ځمکه د کندهار ښار ختيځ لورې ته په عينو مېنه کې ځانګړې شوې، چې د تفريح تر څنګ به د مېرمنو لپاره د سواد او نورو هنرونو د زده کړې مرکز هم وي.

 په کندهار کې که له يوې خوا د سواد ټيټې کچې، د قانون نه حاکميت، کلتوري رواجونو او غربت مېرمنې له ګڼو ستونزو او تاو تريخوالي سره مخ کړي، نو له بله پلوه ګڼې مېرمنې له نا امنۍ او جګړو هم رنځ وړي، چې هره ورځ پکې خپل اولادونه، وروڼه او خاوندان له لاسه ورکوي.

 د رقيې اڅکزۍ په خبره د ښځو چارو وزارت ډېر وړاندې لا په کندهار کې د امن د کور جوړول غوښتل خو د دغه ولايت ځينو چارواکيو ويلي وو چې که د امن کور جوړ شي نو بيا به زياتې ښځې له کورونو تښتي او دلته به راځي ځکه خو يې مخه نيولې وه .

 دا وايي اوس وزارت ډاډ ورکړى دى چې په لنډه موده کې ورته يو د امن کور جوړوي.

 (( واقعا هم د ښځو چارو رياست له دغو ستونزو سره مخ وو اوس هم مونږ ورسره مخ يو. مونږ د دغسې ښځو د ساتلو د پاره هيڅ چاره نه لرو . تر دې مخکې هم دغه پلان نيولى شوى وو چې بايد په کندهار کې د امن کور جوړ شي خو په کندهار کې څو ارګانونو له دې کار سره مخالفت کړى وو ))

 کندهار د هېواد په جنوب کې يو له هغو ولايتونو څخه دى چې تر دې وړاندې هم پکې د ښځو د حقوقو تر پښو لاندې کولو زيات راپورونه خپاره شوي وو.

 تر دې وړاندې کندهاريو مېرمنو له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ناامنۍ، په ټولنه کې د سواد ټيټه کچه او ځينې بې ځايه رواجونه هغه څه بللي وو چې ګواکې د دوى ژوند يې ور تريخ کړى دى .

 

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version