ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې له ښځو سره د تاو تريخوالي ١٧٩ پېښې ثبت شوې دي

7 Mar 2015 - 16:26
7 Mar 2015 - 16:26

کندهار ( پژواک، ١٦ کب ٩٣ ) : د کندهار ولايت د ښځو چارو رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي کچه لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې سبا (د مارچ ٨مه) په ټوله نړۍ کې د ښځو د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د کندهار د ښځو چارو رييسې مېرمن  رقيې اڅکزۍ د کب په ١٦مه، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په روان ١٣٩٣ لمريز کال کې له دې ادارې سره د کندهار په کچه د مېرمنو د تاوتريخوالي ټولټال ١٧٨ پېښې ثبت شوې چې د تېر کال په پرتله ډېرې دي.

هغې زياته کړه، په تېر ١٣٩٢  لمريز کال کې په دغه ولايت کې له ښځو سره د تاوتريخوالي ١٣٥ پېښې ثبت شوې وې.

اڅکزۍ وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د ډېرېدو لاملونه له روانې ناامنۍ، د پوهاوي د ټيټې کچې او له اقتصادي او کلتوري ستونزو سرچينه اخلي او تر څو چې امن او ثبات نه وي راغلى او د زده کړې فرهنګ نه وي عام شوى، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه نه شي ټيټېداى.

د دې په خبره، په روان کال کې له مېرمنو سره د تاو تريخوالي د ثبت شوو ١٧٨ پېښو په ډله کې ٢١ يې د طلاق، ٨ له کور څخه تېښته، ٤ د ميراث، ٣ د قتل او پاتې نورې يې په کوچني عمر کې ودول، په بدو کې ورکول او د ښځو له خوا پر ښځو ظلم او نور ورته مسايل دي.

دا وايي، د ښځو رياست توانېدلى چې د همدې پېښو له ډلې ١١ يې د خپلو حقوقي مشاورينو په مرسته حل او فصل کړي.

نوموړې دا هم وويل چې کېداى شي په کندهار کې د ښځو د تاوتريخوالي پېښې تر اوسنۍ شمېرې هم زياتې وي، ځکه لا هم د ناامنيو له امله ډېرو سيمو ته لاسرسى ستوتزمن دى او دغه راز ډېرې کورنۍ هم د کلتوري مسايلو له مخې پر ورته پېښو پرده غوړوي او نه غواړي چې څوک پرې خبر شي.

هغې زياته کړه، د کندهار د ښځو چارو رياست تل په خپلو امکاناتو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې د ټيټوالي لپاره هلې ځلې کړې او په دې برخه کې يې وخت په وخت د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي کړي دي.

خو دا وايي چې په ټوليزه توګه د ښځو د ژوند د ښه کېدو په موخه د هېواد په کچه يو سرتاسري عملي ميکانيزم ته اړتيا ده، تر څو مېرمنې خپل هغه حقوق تر لاسه کړي چې د اسلام دين ورته ټاکلي دي.

په کندهار کې د ښځو د حقونو يوه فعاله او د خديجة الکبرا په نوم د مېرمنو د مدني ټولنې مشره مريم درانۍ هم وايي چې په دغه ولايت کې د بېلابېلو ستونزو له امله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه پورته روانه ده.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، د ښځو د حقونو په برخه کې له کورونو وروسته بېلابېلې ادارې هم هغه ځايونه دي چې ښځې په کې له تاوتريخوالي سره مخ دي.

دې زياته کړه، يواځې د ښځو وهل او ټکول تاوتريخوالى نه دى، بلکې په کندهار کې ډېرې مېرمنې له رواني تاوتريخوالي سره هم مخ دي.

دا وايي: ((په ادارو او کارځايونو کې د ښځو د صلاحيتونو سلبول، د ادارو د نارينه مشرانو له خوا د مېرمنو د حقونو نه ورکړه او له هغوى سره توپيري چلند د رواني تاوتريخوالي بېلګې دي.))

درانۍ د دې تر څنګ يادونه وکړه چې په کورونو کې په ډېرو مواردو کې ښځې هم پر ښځو ظلم کوي او پر وړاندې يې له تاوتريخوالي کار اخلي.

په کندهار کې د ښځو د تاوتريخوالي د کچې د لوړېدو په برخه کې په کم عمر کې د نجونو ودول تر نورو ډېر يادېږي، چې د کتونکو په باور وروسته ګڼې ټولنيزې ستونزې زېږوي.

په کندهار کې د عصري زده کړو د انسټيټيوټ مشر احسان الله احسان همدا خبره کوي او وايي په کم عمر کې د نجونو ودول نه يواځې ګڼې ټولنيزې ستونزې زېږوي، بلکې غير شرعي دود هم دى.

هغه زياته کړه: ((له بده مرغه په کندهار کې لا هم نجونې په کم عمر کې ودېږي، چې په دې توګه له يوې خوا له زده کړو بې برخې کېږي او له بلې خوا په داسې حال کې د ژوند بار پر اوږو ور اچول کېږي، چې هغوى يې توان نه لري.))

د نوموړي په وينا، يوه کم عمره نجلۍ چې خپل شخصي ژوند نه شي سمبالولاى، هغه به د بشپړې کورنۍ بوج او د اولاد  روزنې ته څنګه ځان ونيسي.

 

ده وويل، څه موده وړاندې يې د همدې دود د له منځه وړلو لپاره د کم عمره نجونو د ودولو پر ضد او د هغوى د پوهنې د ودې په موخه د غونډو، پروګرامونو او رسنيو له لارې د عامه پوهاوي کمپاين تر سره کړ.

خو نوموړي ټينګار وکړ چې په دې برخه کې ډېر کار ته اړتيا ده.

بل خوا د کندهار  مېرمنې هم وايي، چې د امن او ثبات د نشتوالي له امله کلتوري مسايل، د سواد ټيټه کچه،  ټيټ اقتصاد او ګڼې نورې ستونزې د هغوى پر وړاندې د تاوتريخوالي لوى لاملونه دي، چې د مخنيوي لپاره يې تر اوسه کوم اقدام نه دى اخيستل  شوى.

د کندهار ښار د کابل شاه سيمې يوې اوسېدونکې ارزو پژواک خبري اژانس ته وويل، هر کال د نړۍ تر څنګ په افغانستان کې هم د مارچ اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، خو د هغوى د ژوند د ښه کولو په موخه کله هم عملي ګام وانخيستل شو.

دا وايي، د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ د کورنيو له خوا نجونو ته د زده کړې اجازه نه ورکولو د بې سوادو ښځو شمېر ډېر کړى او همدې بې سوادۍ د هغوى پر وړاندې زورزياتي ته لار هواره کړې ده.

هغې زياته کړه، د ښځو د ژوند د ښه کېدو په موخه دې دولت په ښاري او کليوالي سيمو کې د ښځو او نارينه وو دواړو د پوهاوي د لوړوالي لپاره کار وکړي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version