ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى

25 Nov 2012 - 17:08
25 Nov 2012 - 17:08

کندهار ( پژواک ٥ ليندۍ ٩١ ) : په روان ١٣٩١ لمريز کال کې د کندهار په کچه د ښځو د تاوتريخوالي ٤٦ پېښې ثبت شوي، چې د تېر په پرتله ډېروالى ښيي.

 په دغه ولايت کې د بشر د حقونو خپلواکه اداره بيا يواځې د تېرو څلورو مياشتو ارقام لري او وايي، چې په دغه موده کې يې د کندهار په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٢٧ پېښې ثبت کړې دي.

 دا هغه ارقام دي، چې په کندهار کې د اړوندو ادارو له خوا را ټول  شوي، خو چارواکي وايي چې د تاوتريخوالي پېښې تر دې هم زياتې دي، ځکه له لرې پرتو سيمو څخه د تاو تريخوالي دقيقې شمېرې په لاس کې نه لري.

 د کندهار د ښځو چارو رييسې مېرمن رقيې اڅکزۍ د ليندۍ په ٥مه، له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې د روان کال په اوږدو کې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي ٤٦ پېښې ثبت شوې دي.

 هغې که څه هم په تېر کال کې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي دقيقه شمېره و نه ښودله، خو ويې ويل، چې سږ کال د ښځو پر وړاندې تاو تريخوالى زيات شوى دى.

 د نوموړې په وينا، په ثبت شويو پېښو کې ٢٢ يې له کور څخه د تېښتې، ٣ د طلاق، ١ د قتل او پاتې نورې د وهلو ټکلو او کورنيو جنجالونو دي.

 اڅکزۍ وويل: ((په کندهار کې د تېر په پرتله له کورونو څخه د نجونو د تېښتې موارد څو برابره زيات شوي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې يواځې ٢٢ دغه راز پېښې ثبت شوې دي.))

 دا وايي، په دغو پېښو کې موبايل ټېلېفون ډېر زيات رول لري، ګڼ هلکان او نوې ځوانان پېغلي نجونې د ټېلېفون له لارې تېر باسي او دې ته يې اړې کوي، چې له هغو سره وتښتي.

 د دې په خبره، له يادو شويو ٢٢ پېښو څخه يې ١١ د ښځو چارو رياست له لوري حل او فصل شوي او ګڼې هغه نجونې، چې له هلکانو سره تښتېدلې هغوى ته واده شوې دي.

 د کندهار د ښځو چارو رييسې پر دې برسېره جبري او د کم عمر ودونه، ځان سوځونه، وهل ټکول، اقتصادي ستونزې، د نشه يي توکو کارونه، د سواد د کچې ټيټوالى او نور د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي مهم لاملونه لري.

 په ورته وخت کې په کندهار کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون سيمه ييز دفتر وايي، چې په تېرو څلورو مياشتو کې يې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي ٢٧ پېښې ثبت کړې دي.

د دغه دفتر سرپرست شمس الدين تنوير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کندهار کې د ښځو پر وړاندې تاو تريخوالى يو شمېر نور لاملونه هم لري.

هغه زياته کړه، يو شمېر دولتي ادارې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي کې له ټاکلو قوانينو سرغړونه کوي.

نوموړي، په ځانګړې توګه پر عدلي او قضايي ارګانونو تور ولګاوه، چې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي پېښې نه څېړي او يا هم پرېکړې د نارينه وو په ګټه کوي.

 هغه له دولتي بنسټونو څخه د دغه کار د دقيقې څارنې غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د ښځو د حقوقو د رعايتونو لپاره دې په مسووليت کار وکړي.

 خلک وايي چې په کندهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کمولو کې دې په ځانګړې توګه ديني عالمان ونډه واخلي.

 د هغوى په باور ، په افغاني ټولنه کې خلک نالوستي دي او عالمان کولى شي، هغوى ته په دې برخه کې عامه پوهاوى ورکړي.

  د يادونې ده ،چې نن په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر ضد د مبارزې نړيوال ورځ لمانځل کېږي .

 د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو د حقونو د ملاتړ څانګې د ارقامو پر اساس په تېرو نهو مياشتو کې د  هېواد په کچه ٣١٤٧ دغه ډول ناوړه پېښې ثبت شوې  دي.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version