شبرغان (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٠): د جوزجان په قوش تپې ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو يوې ١٢ کسيزې ډلې په داسې حال کې له مخالفت څخه لاس واخيست، چې د سولې د عالي شورا له پيل څخه په دې ولايت کې ٣٥٠ تنه د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي.
د جوزجان ولايت د سولې د مشورتي کمېسيون مشر مولوي عبدالحى حيات پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دې ډلې نن خپله ١٢ ميله وسله هم دولت ته وسپارله.
نوموړي زياته کړه، چې د سولې له بهير سره د دې کسانو يوځاى کېدل په داسې حال کې ترسره کېږي، چې دولت ديوځاى شويو کسانو لپاره دکار موندلو په موخه روزنيز پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي دي.
د دې ډلې مشر محمد عظيم پژواک ته وويل: ((په تېرو درېيو کلونو کې له طالبانو سره همکار او د دولت پر ضد مې فعاليت کاوه.))
هغه زياته کړه، چې په ياده شوې موده کې مې له طالبانو څخه د ورانکارو کړنو او د خلکو له ځورولو پرته بل څه نه دي ليدلي؛ نو له دې امله له دولت سره يوځاى شوم.
نوموړي زياته کړه، چې د خلکو او د سيمې د مخورو په هڅو د سولې له پروسې سره يوځاى شوى دى.
د قوش تپې ولسوال امين الله پژواک ته وويل، چې د دې کسانو يوځاى کېدل د دې ولسوالۍ پر امنيت ډېر اغېز لري.
هغه وويل چې اټکل کېږي، څو ياد شوي کسان د تراغلي کلي په يوه امنيتي پوسته کې د سيمه ييزو پوليسو ليکو ته جذب شي.
د يادونې وړ ده چې په جوزجان کې د سولې د عالي شورا له فعالېدو څخه تراوسه، په دې ولايت کې څه باندې ٣٥٠ کسان د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي.
لس ورځې وړاندې د جوزجان ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې هم يوه لس کسيزه ډله له دولت سره يوځاى شوې وه.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن