ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو دوه افسران و وژل شول

12 Feb 2012 - 17:43
12 Feb 2012 - 17:43

هرات ښار (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٠): د هرات په ختيځ کې د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله د ظفر٢٠٧ نمبر قول اردو د لومړۍ لوا د دويم کنډک عملياتي امر له يوه بل افسر سره وژل شوي او درې سرتېري ټپيان دي.

 د ظفر ٢٠٧ نمبر قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال نجیب الله نجيبي نن (د سلواغې ٢٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه تېر ماښام په اوبې ولسوالۍ کې د ملي اردو د ګزمې په ترڅ کې پېښه شوې ده.

 هغه وويل: ((په دې چاودنه کې د لومړۍ لوا د دويم کنډک عملياتي امر جګړن عبداللطيف او بريدمن سيد اسماعيل د دې لوا افسر و وژل شول او د اردو درې سرتېرې ټپيان شوي او د قول اردو روغتون ته ولېږدول شول.))

 نجيبي د ټپي سرتېرو وضعيت ښه وباله.

 وسلوالو طالبانو د دې چاودنې مسووليت پرغاړه اخيستى دى.

 د وسلوالو طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو يو رينجر موټر په نښه شوى او په ترڅ کې يې اته سرتېري وژل شوي دي.

 اوبه ولسوالۍ د هرات په ختيځ کې له هغو درېيو ولسواليو څخه شمېرل کېږي، چې وسلوال مخالفين په کې فعاليت لري او د امنيتي مسووليتونو د لېږد په هغه لړۍ نه وه شامله، چې تېره مياشت ترسره شوه.

 د روان کال په لړم مياشت کې د يادې ولسوالۍ په ګډون د هرات په ختيځ کې د اميد ١٢ په نوم عمليات په دوو پړاوونو کې ترسره شول، چې په ترڅ کې يې کم له کمه لس تنه مړه، لس نور ټپيان او د مخالفينو د دريو قوماندانانو په ګډون ١٣ تنه ونيول شول.

 د تېرو څو کلونو په ترڅ کې د پوليسو ډېرى افسران او سرتېري د سړک غاړې د ماين چاودنو له امله په اوبې ولسوالۍ کې وژل شوي يا ټپيان شوي دي.

 د هغې وروستۍ پېښې په ترڅ کې، چې د روان کال د زمري په ٢٧مه د هرات ښار او اوبې ولسوالۍ تر منځ لاره کې د ماين چاودنې له امله رامنځته شوه، ٢٤ملکي وګړي، چې ډېر شمېر يې ښځې او ماشومان وو، و وژل شول.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version