مهترلام (پژواک ٢٥ غويى ٩١): د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د ملي اردو پنځه سرتېري ووژل شول.
په دغه ولايت کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويم کنډک د لومړۍ لوا قوماندان ډګرمن شاه عالم بغلاني د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه تېر ماښام د اليشنګ ولسوالۍ په کرنجاوه سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د اردو سرتېري پر ګزمه بوخت وو، چې د سړک پر غاړه خښ شوى ماين پرې واچاودېد.
نوموړ ى وايي، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو پنځه سرتېري ووژل شول او دوه نور ټپيان شوي، چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
ډګرمن بغلاني د ټپيانو حالت د ډاډ وړ وباله او زياته يې کړه، چې سرتېرو يې په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن محمدنعمان هاتفي هم ياده پېښه او اوښتې مرګ ژوبله تاييد کړه.
د سليم په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د ملي اردو پر موټر له چاودنې وروسته چورلکو د هغوى مړي او ټپيان ولېږدول.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن