مزارشريف (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٠): د بلخ په مزارشريف ښار کې د يوه کور د چت لوېدو له امله پلار او زوى مړه، د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه تنه نور ټپي شوي دي.
دغه پېښه تېره شپه د مزارشريف ښار اړوند سوېل لوري ته د بادام باغ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د دې سيمې يوه ملک حاجي نادر د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د سختو بارانونو له امله د ياد کور چت کمزورى او تېره شپه وغورځېد.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې پلار او يو زوى مړه شوي، درې ښځې او څلور ماشومان ټپي شوي دي.
د مزارشريف ښار د ملکي روغتون يوه ډاکټر محمدالله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته اوه ټپيان ور وړل شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
د احمد په نوم يوه اته کلن ټپي ماشوم په روغتون کې پژواک اژانس ته وويل، چې لومړۍ له چت څخه يوه خښته را ولوېده او څو شېبې وروسته ټول چت راپرېوت.
د بلخ ولايت د بېړنو پېښو د څارنې مسوول د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده سيمه کې له نورو ولايتونو څخه راغلې ٢٧٠ کورنۍ اوسېږي.
هغه زياته کړه، چې دغه کورونه خامه دي او د بارانونو له امله يې د چتونو د لوېدو ګواښ ډېر شوى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن