ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانال رييس: د ننګرهار کانال د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دى

18 Feb 2012 - 11:55
18 Feb 2012 - 11:55

جلال اباد (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): د ننګرهار د کانال رييس وايي، چې د کرنې وزارت د نه پاملرنې له امله د کانال د اوبو ضايعات ډېر شوي او ځينې برخې يې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د ننګرهار د کانال دا پروژه، چې ٧١ کيلومتره اوږودوالى لري، په ١٣٣٧ لمريز کال کې پيل او د پخواني شوروي اتحاد په مرسته په ١٣٥١ کال کې بشړه شوې ده.

دغه کانال د دغه ولايت د سره رود، بهسود، بټي کوټ، غني خېل او مومندرې په ولسواليو کې ١١٠٠٠ هکتاره دولتي او ١٤٠٠٠ هکتاره نادولتي ځمکې خړوبوي او د غازي اباد او هډې سيمې د سيتروس او زيتونو ٤ لوى فارمونه هم له دغه کانال څخه خړوبيږي.

د دغه ولايت د کانال او ناوې د پراختيا لوى رييس انجنير زيارت ګل راحل وايي، چې د کرنې د وزارت د نه پاملرنې او له يوې لسيزې راهيسې د نه پاکېدو له امله د دغه کانال د اوبو کچه نيمايي ته راټيټه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په بېلابېلو ساحو کې د دغه کانال ځينې برخې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي، چې له امله يې د اوبو ضايعات هم ډېر شوي دي.

زيارت ګل وويل، چې د ډاکتر نجيب د حکومت له سقوط څخه وروسته د کانال پاکونې چارې نه دې ترسره شوې او د ٢٨ ويالو دروازې يې هم نه دې ترميم شوې.

هغه زياته کړه، د کانال ډکېدو د اوبو ضايعاتو او ٣٩ پايو خپلسرو ژرندو د اوبو کچه ډېره راټيټه کړې ده.

د کانال رييس وايي، چې دغه کانال د درونټې له بند څخه په يوه ثانيه کې د اوبه خور لپاره ٥٠ متره مکعبه اوبه لېږدولې، خو اوس دغه کچه ٣٠ متره مکعبه اوبو ته راټيټه شوې ده.

انجنير راحل وويل، چې د کانال ځينو برخو درزونه کړي او د اوبو زيم يې پيدا کړى دى.

هغه زياته کړه: ((دا پروژه د ننګرهار په کرنه کې حياتي رول لري، په بېړني ډول د پاکونې او رغونې په موخه ٥ لکه ډالرو ته اړتيا لرو.))

انجنير زيارت ګل وويل، چې د کانال د اوبه خور په سيمو کې ولسي وګړو د برېښنا توليدولو په موخه پر خپل سر ٣٩ ژرندې لګولې او د اوبو ډېر ضايعات يې رامنځته کړي دي.

د کانال رييس وويل، د دغو ژرندو لرونکي د شپې له تيارې په ګټې اخيستنې د ويالو د ورخونو دروازې جيګوي، چې بيا د غني خېلو او مومندرې ځينو سيمو ته د کانال اوبه نه رسېږي.

نوموړي زياته کړه، ياده ستونزه يې د ولايت په اداري غونډه کې شريکه کړې او هيله من دى، چې راتلونکې اونۍ به د ژرندو د نړولو په اړه له قومي مشرانو سره خبرې اترې ترسره کړي.

د ننګرهار د مومندرې د پراختيايي شورا مشر ملک درياخان پژواک ته وويل، چې په غني خېلو او بټي کوټ ولسواليو کې د خپلسرو ژرندو له امله هر کال د دوى فصلونه له تندې وچېږي.

درياخان وويل، چې د اوړي په سختو ګرميو کې د دغې ولسوالۍ د ٢٧ او ٢٨مو ويالو ځمکې په ا ونۍ کې يو ځل هم د اوبه خور نوبت نه ترلاسه کوي.

د کرنې وزارت وياند مجيد قرار پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د ننګرهار د کانال ترڅنګ د يو شمېر نورو ملي پروژو د بيارغونې لپاره پلان جوړ کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې برخه کې حکومت له ډونر څخه ٧٥ ميليونه ډالر ترلاسه کړي، چې ٢٥ميليونه يې د کرنې وزارت، يوه برخه يې د اوبو او برېښنا او پاتې برخه يې د کليو د پراختيا له خوا لګول کېږي.

قرار د دې پوښتنې په ځواب کې، چې تر اوسه ولې دغه پروژه له پامه غورځول شوې وه؟ وويل، چې ډونران دا ډول پروژو ته پيسې نه ورکوي، چې د حکومت په واک کې وي.

د هغه په وينا، هغوى ډېرى هغه پروژې تمويلوي، چې د هغوى له خوا ترسره کېږي.

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version