ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسيا پراختيايي بانک له ننګرهار کانال سره د کرنيزو وسايلو مرسته وکړه

اسيا پراختيايي بانک له ننګرهار کانال سره د کرنيزو وسايلو مرسته وکړه

author avatar
11 Aug 2021 - 15:23
اسيا پراختيايي بانک له ننګرهار کانال سره د کرنيزو وسايلو مرسته وکړه
author avatar
11 Aug 2021 - 15:23

جلال اباد (پژواک، ۲۰ زمری ‍۱۴۰۰): د اسيا پراختيايي بانک د ننګرهار له کانال رياست سره د ۵۹۲ زره ډالرو په لګښت د کرنيزو وسايلو مرسته وکړه.

دغه وسايل چې د زمري په ۲۰مه يې کانال ادارې ته ورکړل د کانال ادارې مسوولين وايي، له دغو وسايلو به د کانال د نهر د پاکوالي، منظموالي او د اوبو د منظم وېش برخه کې ګټه واخیستل شي.

د ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د دغو مرستو د تر لاسه کولو پرمهال له اسيا پراختيايي بانک څخه مننه وکړه چې د ۵۹۲ زره ډالرو په لګښت يې د کانال ادارې ته کرنيز وسايل ورکړل.

هغې زياته کړه چې په دغو وسايلو کې پنځه عرادې د اوبو سيار واټر پمپونه، دوه عرادې ډمټرکونه، يو عراده سکواټور، يو عراده رولر او يو عراده لوډر شامل دي.

د مېرمن کاکړ د معلوماتو له مخې، دغه وسايل د کرنې وزارت له لارې د NVDA يا د ننګرهار کانال د زېرمو د بيارغونې پروژې له لارې ورکړل شوي دي.

د ننګرهار کانال ریيس محمد بصير حقيار وويل چې له تېرو کلونو راهیسې يادې ادارې دغو وسايلو ته اړتيا درلوده چې تر دې وړاندې په ډېرو عادي او کليوالي وسايلو د کانال د نهر پاک کاري او د زيانمنېدونکو ځايونو رغونه کوله چې د دغو وسايلو په وسيله به ياده چاره چټکه، عصري او مسلکي شي.

دی وايي، نه يوازې به د کانال د نهر په صفايۍ کې دا وسايل ګټور ثابت شي، بلکې د اوبو منظم وېش ته به هم زمينه برابره کړي او تر څنګ به يې د کانال نورو  برخو کې هم ترې ګټه پورته شي.

د اسيا پراختيايي بانک د ننګرهار کانال د زېرمو د بيارغونې پروژې مسوول سيد مقصود هاشمي وويل چې د دغو ماشين الاتو ورکړه د هغې پروژې برخه ده چې ۲۰۰۹ کال کې د اسيا پراختيايي بانک د ننګرهار کانال د بيارغونې لپاره پيل کړې ده.

دی وايي، په دغه پروژه کې د دغو ماشينريو سربېره د ۳۱ اعشاريه ۶ ميليونه ډالرو په لګښت د کانال د ۷۰ کيلومټره نهر بيارغونه، پاکوالی، سنګ کاري او يو شمېر نورې چارې هم شاملې وې.

د يادولو ده چې د ننګرهار کانال پروژه پنځه لسيزې وړاندې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې رامنځته شوې ده.

Views: 77

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.