اسعداباد (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): د کونړ کرکټ لوبډلې د پاکستان د ملک کرکټ لوبډلې ته په يوه بله سيالۍ کې هم ماتې ورکړه.
د کونړ ولايت د کرکټ مسوول عبدالله عادل د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه دريمه او وروستۍ لوبه پرون د دغه ولايت په مرکز اسعداباد کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پچه د ملک لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د کونړ لوبډلې ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.
د کونړ لوبډلې له ټاکل شوو ٣٥ اورونو څخه په درې دېرشم اوور کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢١٠ منډې جوړې کړې.
د عادل په وينا، د کونړ له لوري د لوبډلې کپتان پاچا حسين تر ټولو زياتې ٧١ منډې جوړې کړې.
د کونړ له خوا د ورکړل شوي هدف په ځواب کې د پاکستان د ملک لوبډلې په ٢٧ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٠ مندې جوړې کړې او لوبه د کونړ لوبډلې په بريا پاى ته ورسېده.
پاچا حسين د دې لوبې او د ملک لوبډلې زبير د دې سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو.
د کونړ والې سيدفضل الله، چې د پاى لوبې نندارې ته ورغلى و، د لوبې په پاى کې د خبرو پر مهال وويل، چې په دغه ولايت کې يې د لوبو د پرمختګ لپاره جدي هلې ځلې پيل کړې دي.
هغه زياته کړه، چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د کرکټ يو لوبغالى جوړ شي، نوموړي له دواړو لوبډلو سره د پنځوس، پنځوس زره افغانيو مرستې اعلان هم وکړ.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا د ملک کرکټ لوبډلې روزونکي فخرعالم د کونړ لوبډلې ته مبارکي ورکړه، چې له دوى سره يې ښه لوبه وکړه.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د کونړ لوبډلې په زړه پورې سيالۍ وکړې او د ځايي لوبغاړو د استعدادونو ستاينه يې وکړه.
نوموړي زياته کړه: ((د کونړ خلک ډېر مېلمه پال دي او د لوبې ټوله فضاډېره ښه په وررګلوۍ سره پاى ته ورسېده، موږ به بيا هم دلته راځو او د کونړ کرکټ لوبډله به هم پېښور ته دعوت کوو.))
په ختيځ کې د کرکټ بورډ مسوول قرار عزيزي، چې د دغو لوبو نندارې ته راغلى و، پژواک ته وويل، چې د کونړ کرکټ لوبډله په ولايتي کچه يوه مخکښه لوبډله ده او راتلونکى يې هم ډېر ښه دى.
هغه د دغه ډول سياليو، چې د پېښور له لوبډلې سره يې ترسره کړې دا د کرکټ بورډ يوه لويه لاسته راوړنه ياده کړه.
ده د کونړ له چارواکو وغوښتل، چې د کرکټ د لوبغالي په جوړولو کې دې ډېره هڅه وکړي.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن