ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرروضې روغتون د پنځوس بستريز کولو غوښتنه وشوه

د سرروضې روغتون د پنځوس بستريز کولو غوښتنه وشوه

author avatar
19 Feb 2012 - 15:38
د سرروضې روغتون د پنځوس بستريز کولو غوښتنه وشوه
author avatar
19 Feb 2012 - 15:38

ښرنه (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٠): د پکتيکا د سرروضې ولسوالۍ د روغتون مسوولين وايي، دغه روغتون بايد ځکه ٥٠ بستريز شي، چې د ګاونډيو ولايتونو او سوېلي وزيرستان ناروغانو درملنه هم په کې کېږي.

دوى وايي، چې په دغه شل بستريز روغتون کې له تېر يو کال راهيسې ۸۷۵ او په تېرو درېيو کلونو کې ٢زرو ٤٧٥ لوى او کوچني عمليات ترسره شوي دي.

د سرروضې ولسوالۍ د پکتيکا ولايت په ختيځ کې موقعيت لري.

د همدې ولسوالۍ د شل بستريز روغتون سرطبيب ډاکتر مير حمزه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هره مياشت د دې ولسوالۍ او نورو سيمو د شاوخوا ٤زره ناروغانو درملنه کوي.

د ده په وينا، له دغو پرمختګونو سره، دوى په روغتون کې د ودانۍ د کوچنيوالي ترڅنګ د عملياتو د خونې او د وينې بانک د نه شتون، د برېښنا کمښت، د کارکوونکو د کموالي او يو شمېر نورو وسايلو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه: ((دا سمه ده، چې دغه روغتون ته تقريباً هغه وسايل ټول ورکړل شوي، چې په شل بستريز روغتون کې ورته اړتيا وي، خو اوس دغه روغتون د پنځوس بستريز روغتون په کچه خدمتونه وړاندې کوي او سيمه ييزه بڼه يې خپله کړې ده؛ نو ځکه يې ارتقا او نورو وسايلو ته جدي اړتيا ده.))

د ميرحمزه په خبره، ياد روغتون ته د پکتيکا پر بېلابېلو ولسواليو سربېره د ګاونډيو ولايتونو غزني، پکتيا او جنوبې وزيرستان واڼه او رزمک څخه هم ډېرى وخت ناروغان د درملنې په موخه راځي.

دغه روغتون ته له بېلابېلو ځايونو راغلو ناروغانو هم پژواک اژانس ته وويل، چې دوى دغه روغتون ته د هغو ناروغيو د درملنې په موخه راغلي، چې جراحي عملياتو ته يې اړتيا وه.

د پکتيکا د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونک بازخان وايي، چې دى د تريخي په ناروغۍ اخته دى او د سرروضې روغتون ته د درملنې په موخه راغلى دى.

نوموړي وويل، چې د ياد روغتون په اړه يې له خلکو اورېدلي وو، چې ښه درملنه په کې کېږي، نو ځکه ورته راغى.

د پکتيکا د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي سخي مرجان پژواک اژانس ته وويل، چې خپل پلار يې د درملنې په موخه دغه روغتون ته راوړى دى.

هغه زياته کړه: ((پلار مې سپين ږيرى دى او د مثانې په تکليف اخته دى، دلته مې راوړى و، چې عمليات يې کړي، اوس يې عمليات په برياليتوب ترسره شول او بستر دى.))

نوموړي وويل، چې دغه روغتون د زياتو او کاميابو عملياتو له امله په سيمه کې ښه نوم پيدا کړى او ډېرى هغه خلک، چې ناروغان يې عملياتو ته اړتيا لري، دلته يې راوړي.

د غزني د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکى لال خان، چې په دغه روغتون کې يې عمليات ترسره شوي دي، پژواک اژانس ته وويل، چې له دې مخکې د غزني مرکز او کابل ته د درملنې په موخه تللى و، خو درملنه يې نه وه شوې.

دى وايي، چې اوس يې دلته عمليات ترسره شول او د ښه کېدو احساس کوي.

د ‌ياد شل بستريز روغتون د صحي شورا مشر ملا محمديعقوب دغه روغتون له کارکوونکو خوښ دى، خو د عامې روغتيا وزارت په نه همکارۍ تورنوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د عامې روغتيا رياست او وزارت د دغه روغتون د کار کوونکو له لاسته راوړنو خبر دى، خو بيا يې هم د پام وړ مرسته ورسره نه ده کړې.

د ده په خبره، په دغه روغتون کې اوس يواځې د سرروضې ولسوالۍ نه، بلکې د ګڼو سيمو د ناروغانو درملنه کېږي، خو برخه هماغه د شل بستريز روغتون ورکول کېږي.

ملا محمديعقوب زياته کړه، چې له دغه روغتون سره د سرروضې خلکو په تېرو دريو کلونو کې د ودانۍ د جوړونې او يو شمېر نورو وسايلو په اخيستو کې شاوخوا ٣٥٠ زره افغانۍ مرسته کړې ده.

د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولي ګل هم د دغه روغتون د ښو خدمتونو پخلى کوي او زياتوي، چې له خپل توان سره سم يې ورسره هر ډول مرسته هم کړې ده.

د ده په وينا، د عامې روغتيا وزارت په مالي لګښت د سرروضې شل بستريز روغتون ته د دريو سوو زرو ډالرو په لګښت د يوې بلې ودانۍ کار د بشپړېدو په حال کې دى او ورسره به د يو شمېر اړينو وسايلو مرسته هم وکړي.

د يادونې ده، چې د ياد روغتون د ودانۍ نيمه برخه دوه کاله وړاندې هغه مهال ويجاړه شوه، چي د مسلم په نوم د وسلوالو طالبانو د يوه قوماندان د وژلو په موخه بهرنيو ځواکونو پرې هوايي بريد ترسره کړ.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.