ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

آيساف د قرآن کريم د سوځولو له امله بښنه وغوښته

آيساف د قرآن کريم د سوځولو له امله بښنه وغوښته

author avatar
21 Feb 2012 - 15:35
آيساف د قرآن کريم د سوځولو له امله بښنه وغوښته
author avatar
21 Feb 2012 - 15:35

کابل (پژواک ٢ کب ٩٠): ايساف د هغو راپورونو په اړه، چې منسوبينو يې په بګرام کې د قران کريم په ګډون زيات شمېر اسلامي کتابونه په ناسم ډول له منځه وړي دي، د څېړنو امر ورکړ او د افغانستان له خلکو او حکومت نه يې بښنه وغوښته.

نن (د کب دويمه) سلګونو تنو د قرآن کريم د سوځولو په غبرګون کې په څرخي پله کې سوله ييز، خو د بګرام د هوايي ډګر په خوله کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه وکړل او د دغه کار د عاملينو د مجازاتو او له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتونکي شول.

لاريون کوونکو د بګرام د هوايي ډګر د ساتونکو غرفه وسوځوله او د هغوى په ادعا، افغان کارکوونکو د بهرنيانو د دغه عمل مخالفت وکړ او له هغوى سره يې جګړه کړې ده، چې په پايله کې يو کارکوونکى ټپي شوى او پنځه نور د هغوى له خوا نيول شوي دي.

لاريون کوونکي ادعا کوي، چې امريکايي ځواکونو تېره شپه د پروان د بګرام په هوايي ډګر کې د قران کريم نسخې سوځولي دي او په دغه کار يې د اسلام مقدساتو ته سپکاوى کړى دى.

په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن وايي، چې د ايساف سرتېرو د بګرام په هوايي ډګر کې د قرآن کريم په ګډون زياته اندازه ديني کتابونه له منځه وړي دي، خو زياتوي، چې دغه کار په هېڅ صورت قصدي نه وو.

 په هغې خبرپاڼه کې، چې په کابل کې د ايساف قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده، جان الن په کې د افغانستان خلکو ته د نجيبو خلکو خطاب کړى او ويلي يې دي : “ما د هغو راپورونو په اړه، چې ګواکې تېره شپه د ايساف منسوبينو په بګرام کې د قران کريم په ګډون زيات شمېر اسلامي کتابونه په نامناسب ډول له منځه وړي دي، د څېړنې امر کړى دى.”

دى وايي: “موږ په دې برخه کې پراخې څېړنې کوو او موږ به داسې اقدامات ترلاس لاندې ونيسو، چې دغه کار په راتلونکي کې تکرار نه شي.”

په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان زياته کړه، چې هغوى له ولسمشر کرز، د افغانستان له حکومت او ټولو خلکو نه د هغې ناخوښۍ له امله، چې د دغه کار له امله رامنځته شوې ده، په ريښتوني ډول بښنه غواړي.

جان الن زياته کړې: “زه د سيمې له خلکو نه مننه کوم، چې د دې نيمګړتيا په پېژندګلوۍ او له هغو کسانو نه، چې د فوري پرېکړې په کولو يې له موږ سره مرسته کړې ده.”

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.