ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بګرام په لاريون کې يو تن ټپي او پنځه نور ونيول شول

د بګرام په لاريون کې يو تن ټپي او پنځه نور ونيول شول

author avatar
21 Feb 2012 - 15:22
د بګرام په لاريون کې يو تن ټپي او پنځه نور ونيول شول
author avatar
21 Feb 2012 - 15:22

چاريکار (پژواک ٢ کب ٩٠): د بهرنيو ځواکونو له لوري د قران کريم د سوځولو په غبرګون د  بګرام ولسوالۍ د خلکو د لاريون په ترڅ کې يو کس ټپي او د بګرام د هوايي ډګر پنځه افغان کارکوونکي د امريکايي ځواکونو له لوري ونيول شول.

د بګرام په هوايي ډګر کې يوه افغان کارکوونکي سمير نن (د کب دويمه) پژواک اژانس ته وويل: ((بهرنيو ځواکونو تېره ورځ د قرانکريم څو نسخې له نورو کثافاتو سره د هوايي ډګر په انګړ کې وسوځولې.))

هغه زياته کړه، د بګرام په هوايي ډګر کې افغان کارکوونکو د بهرنياينو د يادې کړنې پر وړاندې مخالفت وښود او له هغوى سره په شخړه واوښتل، چې په ترڅ کې يې پنځه کارکوونکي د بهرنياينو له لوري ونيول شول.

سرچينې څرګنده کړه، چې ياده موضوع يې د شپې د مهال سيمه ييزو مسوولينو او د بګرام ولسوالۍ له خلکو سره شريکه کړه، چې په ترڅ کې يې د هوايي ډګر دفتر ته څېرمه د خلکو له لوري لاريون رامنځته شو.

د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالحفيظ متوکل پژواک ته وويل، چې دمګړۍ د يادې ولسوالۍ څه باندې زرو اوسېدونکو د بهرنيو ځواکونو له لوري د قران کريم د سوځولو په غبرګون کې پر لاريون لاس پورې کړى دى.

متوکل تاييد کړه، چې لاريون کوونکو د بګرام د هوايي ډګر د دروزاې د ساتونکو غرفه او يوه اندازه ټايرونه يې يادې دروازې ته څېرمه سوځولي او همدارنګه امريکايي ځواکونو پر خلکو پټاقۍ توغولې دي.

سرچينې څرګنده کړه، چې د يوې پټاقۍ د لګېدو په ترڅ کې يو لاريون کوونکى ټپي او خلکو هم د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د شعارونو په ورکولو سره د بګرام هوايي ډګر پر لوري تېږې ويشتلې دي.

سرچينې د بګرام د هوايي ډګر د افغان کارکوونکو له خولې ويلي دي، چې د بګرام په هوايي ډګر کې پنځه افغان کار کوونکي د امريکايي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د لاريون کوونکو استازي، د بګرام ولسوالۍ سپين ږيري د دې ولسوالۍ له سيمه ييزو مسوولينو سره يوځاى د پامير د ٣٠٣زون د قوماندان جنرال بابه جان په کور کې سره ټول شوي او غواړي څو يادې قضيې ته د حل لار پيدا کړي.

دغه لاريون په داسې حال کې رامنځته شو، چې نن (د کب ٢مه) سهار د کابل د څرخي پله په بازار کې د سلګونو کسانو په ګډون يو بل لاريون د بګرام په نظامي اډه کې د قران کريم د سوځولو په غبرګون ترسره شو او له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتونکي و.

هغوى ياد عمل په کلکه وغانده او د موضوع د څېړنې او د عاملينو د محاکمې غوښتونکي شول.

ايساف ځواکونو منلې، چې د ايساف سرتېرو د بګرام په هوايي ډګر کې زيات شمېر ديني کتابونه د قرانکريم په ګډون په غلطۍ سره له منځه وړي دي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د يادو ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته را رسېدلې، د ايساف د قوماندان جان الن له خولې ويل شوي: ((موږ به په دې اړه څېړنې وکړو او د دې کړنې په اړه له ولسمشر، حکومت او د افغانستان له خلکو څخه بښنه غواړو.))

الن زياته کړه، چې دا شان کړنه به په راتلونکي کې تکرار نه شي.

Views: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.