ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ چارواکو له اداري فساد سره د مبارزې د رييس څرګندونې رد کړې

22 Feb 2012 - 18:16
22 Feb 2012 - 18:16

مزارشريف (پژواک ۳ کب ۹۰): د بلخ د ګمرک او ولايتي شورا چارواکو، د دغه ولايت په ګمرک کې د ٣،٥ ميليارده افغانيو د ورکېدو په اړه له اداري فساد سره د مبارزې د رييس څرګندونې بې بنسټه وبللې.

 له اداري فساد سره د مبارزې رييس ډاکټر عزيزالله لودين د سلواغې په ۲٣مه، د ولسی جرګې قضايي او عدلي کمېسيون ته د معلوماتو د وړاندې کولو پر مهال ويلي و، دوى داسې راپور ترلاسه کړى چې په  ۱۳۸۹ او ۱۳۹۰يم لمريز کلونو کې د بلخ د حيرتان بندر له عوايدو ٣،٥ ميليارده افغانۍ ورکې شوې دي.

 د لودين په وينا، دوى حيرتان ته يوه پلاوى لېږلی او په دې اړه پلټنې کوي.

خو په بلخ کې د ګمرک رييس عارف حميد، نن د کب په درېيمه په يوې خبري ناسته کې له اداري فساد سره د مبارزې رييس څرګندونې ناسمې وبللې او ويې ويل، چې په دغه ګمرک هېڅ ډول اختلاس نه دی شوی.

 نوموړي زياته کړه، چې د ډاکټر لودين له خوا ويل شوي٣،٥ ميليارده ورکې شوې افغانۍ ممکن د دغه ګمرک د ۱۳۸۹ او ۱۳۹۰ لمريز کال په معافياتي عوايدو کې شاملې وي.

 د هغه په وينا، په ۱۳۸۹ لمرير کال کې د ګمرک معاف شوي عوايد اووه ميليارده او دوه سوه ميليونو ته او د روان کال له پيل څخه تر دې دمه څه باندې ۱۱ ميليارده افغانيو ته رسېږي.

 د بلخ د ګمرک رييس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو عوايدو کې د وچو او نفتي موادو ماليه شامله ده، چې د يو شمېر تړونونو له مخې، د افغانستان په ګمرکونو له ګمرکي محصول څخه معاف شوي دي.

 د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد، چې په دغه خبري کنفرانس کې برخه اخيستي و، هم له  اداري فساد سره د مبارزې رييس خبرې بې بنسټې او غير مسوولانه  وبللې او ويې ويل: ((د لودين خبرې نه يواځې بې بنسټه دي، بلکې د بلخ د حکومت او خلکو پر پاکې لمنې د داغ اېښودلو په معنا دي.))

 د هغه په وينا، د دغه ولايت حکومتي اداره په خپلو چارو کې نيمګړتيا نه لري.

 حديد وويل، دوی سره اسناد موجود دي چې دا ثابتوي، چې په دغه ګمرک کې اختلاس نه دی شوی.

 د بلخ د ګمرک رييس همدارنګه وويل، چې په روان کال کې د ګمرک عوايد د تېر کال په پرتله زياتېږي او په دې اړه يې ډېر معلومات وړاندې نه کړل.  

 د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د حيرتان د ښارګوټي رييس قاضي نجيب هم له اداري فساد سره د مبارزې رييس څرګندونې رد کړي او ويلي و، چې حيرتان ته د دغې ادارې له خوا هېڅ پلاوى نه دى راغلى.

 حيرتان د هېواد په شمال کې له مهمو سوداګريزو بندرونو څخه شمېرل کېږي، چې ازبکستان سره پوله لري.

 له ازبکستان څخه هېواد ته تېل، اوبلن ګاز، سيخ  او اهن چادر واردېږي، چې د دغو توکو اويا سلنه بهرنيو ځواکونو ته واردېدونکي تېل جوړوي.

 

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version