ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې ځينې غړي: په ټولو ګمرکونو کې اداري فساد شتون لري

10 Apr 2012 - 17:22
10 Apr 2012 - 17:22

کابل(پژواک ٢٢ورى٩١):له ننګرهاراو بلخ څخه د مشرانو جرګې راستون شوى پلاوى وايي، چې د تورخم او حيرتانو  بندرنو په عوايدو کې روڼتيا نشته ،خو د جرګې ځينې غړي وايي، چې په ټولو ګمرکونو کې اداري فساد شتون لري.

ياد شوى پلاوى وروسته له هغه بلخ او ننګرهار ته ولاړ، چې نږدې دوه مياشتې مخکې له اداري فساد سره د مبارزې مشر عزيزالله لودين د ولسی جرګې قضايي او عدلي کمېسيون ته وويل ، داسې راپورونه يې تر لاسه کړي، چې په تېرو دوو کلونو کې د بلخ د حيرتانو بندر له عوايدو ٣،٥ ميليارده افغانۍ ورکې شوې دي.

لودين دا هم ويلي و ، چې د ننګرهار د تورخم له  ګمرکه هم ٨٣٢ ميليونه افغانۍ په تېرو دوو کلونو کې ورکې شوې دي.  

ددې موضوع د څېړلو لپاره مشرانو جرګې لس کسيز پلاوى وټاکه ، چې مشري يې په دغه جرګه کې د نورستان استازي حافظ عبدالقيوم کوله.

دغه پلاوى څه موده مخکې له يادو ولايتونو بېرته راستون شو، خو عبدالقيوم يې د سفر راپور نن د مشرانو جرګې   عمومي غونډه ته وړاندې کړ.

هغه وويل ، چې پلاوي په يادو  ګمرکونو کې د پيسو د ورکيدو په اړه  د بلخ له والي عطامحمد نور، د ننګرهار له والي ګل اغاشيرزي او د دواړو ولايتونو د ګمرکونو له مشرانو سره خبرې کړې دي .

سرچينې زياته کړه:”دواړو واليانو د خپلو ولايتونو په ګمرکونو کې په ياده کچه فساد رد کړ، خو دا يي ونه ويل،چې بيخي اداري فساد نشته .”

د عبدالقيوم په وينا، د مشرانو جرګې ياد پلاوي حيرتان او تورخم بندرنو ته هم سفرونه وکړل.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د پلاوي پلټنې ښيي چې ددې دوو ګمرکونو په کړنو کې روڼتيا نشته او له دې ګمرکونو څخه ډېر بار موټر تېريږي ، خو له لږو څخه يې محصول اخيستل کيږي.

قيوم زياته کړه :” د هيواد له ټولو په خاصه توګه د تورخم له بندر څخه يو شمېر زورواکان له محصول پرته خپل مالونه تيروي .”

دده په وينا، په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته اکمالاتي موټر هم د حيرتانو او تورخم له بندرونو پرته له دې، چې محصول ترې واخيستل شي ، تيريږي.

د مشرانو جرګې يو شمېر غړيو د ننګرهار او بلخ د واليانو دغه څرګندونې ، چې په ګمرکونو کې فساد نشته ناسمې وبللې.

په دغه جرګه کې د زابل استازي محمد داوود حساس وويل ، چې د هيواد په ټولو ګمرکونو کې په لوړه کچه اداري فساد شتون لري.

هغه وویل:”که څوک زما دا خبره نه مني ، نو را دې شي او راسره لاړ دې شي ، چې څنګه په کمو پيسو موټر محصولوم.”

د ده په وينا، څوک چې د ګمرک مشر ټاکل کيږي ، نو په بدل کې يې بايد ډېرې پيسې ورکړي.

په مشرانو جرګه کې د هلمند استازى شيرمحمد اخندزاده هم وايي ، چې د هيواد په ټولو ګمرکونو کې اداري فساد په لوړه کچه شتون لري.

هغه د بلخ او ننګرهار د واليانو د څرګندونو په اړه وويل :” د ولسمشر او نړيوالې ټولنې په ګډون ټول وايي ، چې اداري فساد شته ، خو دوى وايي چې نشته، دا خبره سمه نه ده، زه ورسره موافق نه يم .”

په دغه جرګه کې د فراه استازې بلقيس روشن وويل، چې که د هيواد په ګمرکونو کې اداري فساد نه واى، نو اوس به افغانستان د نورو هيوادونو مرستو ته اړ نه و .

هغې زياته کړه: “ټول په دې باور دي، چې د هيواد په ټولو ګمرکونو کې په اعلى درجه اداري فساد شته .”

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم وويل،چې دهيواد د نورو ادارو ترڅنګ په ګمرکونو کې په لوړه کچه اداري فساد شتون لري.

خو د مشرانو جرګې د لس کسيز پلاوي يو بل غړي مولوي محمود دانشجو وويل:”موږ دا نه ردوو ، چې په ګمرکونوکې به اداري فساد نه وي ، خو موږ پکې څه پيدا نه کړل او که څوک زموږ په خبره باور نه لري، نو خپله دې ولاړ شي او پلټنې دې وکړي.”

تر ډيرو بحثونو وروسته مشرانو جرګې پريکړه وکړه ، چې د اړوندې موضوع په اړه به د راتلوونکې سې شنبې په ورځ د ماليي وزير حضرت عمر زاخېلوال، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې رييس عزيزالله لودين او د کنټرول او تفتيش ادارې مشر محمد شريف شريفي مشرانو جرګې ته ځواب ووايي.

خو د ماليې وزارت وياند عزيز شمس هغه څرګندونې په کلکه رد کړې ، چې ګواکي د ګمرکونو مشران د پيسو په بدل کې ټاکل کيږي.

هغه په ګمرکونو کې د ا داري فساد د شتون په اړه وويل : ” ګمرکونه د پيسو ځاى دى ، امکان نه لري چې هلته هېڅ فساد نه وي ، خو هلته ارګانونو شته ، چې په دې برخه کې کار کوي ، تر څو د فساد مخه ونيسي. “

ده د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل ، چې په ګمرکونو کې د فساد په تور يو شمير کسان نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي .

شمس تاييد کړه، چې د يوه تړون له مخې، په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو له اکمالاتي توکيو څخه محصول نه اخيستل کيږي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version