مزارشريف (پژواک ۳ کب ۹۰): د بلخ د ګمرک او ولايتي شورا چارواکو، د دغه ولايت په ګمرک کې د ٣،٥ ميليارده افغانيو د ورکېدو په اړه له اداري فساد سره د مبارزې د رييس څرګندونې بې بنسټه وبللې.
له اداري فساد سره د مبارزې رييس ډاکټر عزيزالله لودين د سلواغې په ۲٣مه، د ولسی جرګې قضايي او عدلي کمېسيون ته د معلوماتو د وړاندې کولو پر مهال ويلي و، دوى داسې راپور ترلاسه کړى چې په ۱۳۸۹ او ۱۳۹۰يم لمريز کلونو کې د بلخ د حيرتان بندر له عوايدو ٣،٥ ميليارده افغانۍ ورکې شوې دي.
د لودين په وينا، دوى حيرتان ته يوه پلاوى لېږلی او په دې اړه پلټنې کوي.
خو په بلخ کې د ګمرک رييس عارف حميد، نن د کب په درېيمه په يوې خبري ناسته کې له اداري فساد سره د مبارزې رييس څرګندونې ناسمې وبللې او ويې ويل، چې په دغه ګمرک هېڅ ډول اختلاس نه دی شوی.
نوموړي زياته کړه، چې د ډاکټر لودين له خوا ويل شوي٣،٥ ميليارده ورکې شوې افغانۍ ممکن د دغه ګمرک د ۱۳۸۹ او ۱۳۹۰ لمريز کال په معافياتي عوايدو کې شاملې وي.
د هغه په وينا، په ۱۳۸۹ لمرير کال کې د ګمرک معاف شوي عوايد اووه ميليارده او دوه سوه ميليونو ته او د روان کال له پيل څخه تر دې دمه څه باندې ۱۱ ميليارده افغانيو ته رسېږي.
د بلخ د ګمرک رييس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو عوايدو کې د وچو او نفتي موادو ماليه شامله ده، چې د يو شمېر تړونونو له مخې، د افغانستان په ګمرکونو له ګمرکي محصول څخه معاف شوي دي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد، چې په دغه خبري کنفرانس کې برخه اخيستي و، هم له اداري فساد سره د مبارزې رييس خبرې بې بنسټې او غير مسوولانه وبللې او ويې ويل: ((د لودين خبرې نه يواځې بې بنسټه دي، بلکې د بلخ د حکومت او خلکو پر پاکې لمنې د داغ اېښودلو په معنا دي.))
د هغه په وينا، د دغه ولايت حکومتي اداره په خپلو چارو کې نيمګړتيا نه لري.
حديد وويل، دوی سره اسناد موجود دي چې دا ثابتوي، چې په دغه ګمرک کې اختلاس نه دی شوی.
د بلخ د ګمرک رييس همدارنګه وويل، چې په روان کال کې د ګمرک عوايد د تېر کال په پرتله زياتېږي او په دې اړه يې ډېر معلومات وړاندې نه کړل.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د حيرتان د ښارګوټي رييس قاضي نجيب هم له اداري فساد سره د مبارزې رييس څرګندونې رد کړي او ويلي و، چې حيرتان ته د دغې ادارې له خوا هېڅ پلاوى نه دى راغلى.
حيرتان د هېواد په شمال کې له مهمو سوداګريزو بندرونو څخه شمېرل کېږي، چې ازبکستان سره پوله لري.
له ازبکستان څخه هېواد ته تېل، اوبلن ګاز، سيخ او اهن چادر واردېږي، چې د دغو توکو اويا سلنه بهرنيو ځواکونو ته واردېدونکي تېل جوړوي.
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن