ميمنه ( پژواک ٤ کب ٩٠ ) : په فارياب ولايت کې د راپارېدلو لاريون کوونکو په منځ کې يو لاسي بم وچاودېد، چې مرګ ژوبله يې هم اړولې ده.
د پژواک خبريال د پېښې له سيمې خبر ورکوي، چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته يوه بجه او لس دقيقې د لاريون کوونکو په منځ کې رامنځته شوه.
دى وايي چې تر دې مهاله ددې لاسي بم له امله پنځه ټپيان د خلکو لخوا روغتون ته لېږدول شوي دي .
همدارنګه عيني شاهدان وايي چې دغه بم د پي آر ټي د قرارګاه له لوري د لاريون کوونکو پر لور غورځول شوى دى.
يوه عيني شاهد متين پژواک خبري اژانس ته وويل چې لاريون کوونکي دا مهال د پي آر ټي د وسايطو په پارکېنګ کې دي او د ملکي کسانو او ژباړونکو نږدې ١٢ موټر يې سوځولي دي.
هغه وويل چې لاريون کوونکو د پي آرټي زيات شمېر کانټينرو ته هم اور اچولى دى.
د پژواک خبريال وايي چې افغان امنيتي ځواکونه هڅه کوي، څو لاريون کوونکي خواره کړي او هغوى ته اجازه نه ورکوي، څو د پي آر ټي اصلي ودانۍ ته ننوځي.
د فارياب امنيتي او سيمه ييز چارواکي په دې اړه خبرو ته نه حاضرېږي.
په دې اړه نور معلومات به وروسته خپاره شي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن