کابل( پژواک ٥ کب ٩٠): افغان دولت د پاکستان حکومت د هغې اعلاميې هرکلى کوي چې په ترڅ کې يې د افغان دولت له وسله والو مخالفينو غوښتل شوي چې د سولې او پخلاني په بين الافغاني پروسه کې برخه واخلي.
نن ( د کب ٥ مه ) د پاکستان د لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني د دفتر له خوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل شول چې د افغان دولت په وړاندې له وسله وال فعاليت لاس واخلي او د سولې په پروسه کې برخه واخلي.
د ګيلاني د فتر له خوا په خپره شوي اعلاميه د هغه په حواله ويل شوي :((زه د طالبانو له مشرتابه او حزب اسلامي په ګډون له ټولو افغان ډلو غواړم چې د پخلاينې او سولې په بين الافغاني پروسه کې برخه واخلي ))
د دغې اعلاميې له خپريدو يواځې څو ساعته وروسته د افغان ولسمشر وياند ايمل فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان دولت د پاکستان د دغه ګام هر کلى کوي او دا په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې يو مثبت ګام بولي .
هغه زياته کړه : (( مونږ د دې اعلاميې څخه په تمامه معنى هر کلى کوو او دا کار د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې په ګټه او يو مثبت ګام دى چې د پاکستان له خوا پورته کيږي))
فيضي زياته کړه د پاکستان حکومت دغه ګام د هغه هڅو او کوښښونه پايله ده چې ولسمشر حامد کرزي دغه هېواد تېره اونۍ د خپل سفر په ترڅ کې تره سره کړي دي .
د ولسمشر وياند ايمل فيضي زياته کړه چې حامد کرزي په دغه سفر کې د پاکستان له دولتي او نادولتي مشرانو سره په کتنو کې ټينګار وکړ چې په سيمه کې شته ستونزې د افغانستان او پاکستان په وړاندې ستر ګواښ دى چې بايد په وخت يې په وړاندې ګام پور ته شي .
ايمل فيض هيله څرګنده کړه چې د پاکستان حکومت دا ګام په سيمه کې د سولې او امنيت په ټينګښت کې مثبت واقع شي .
هغه زياته کړه : (( مونږ هيله لرو چې د پاکستان دولت د مشرانو حمايت زمونږ د سولې له پروسې څخه زمينه ديته مساعده کړه چې د افغانستان حکومت او مخالفينو ترمنځ مذاکرات ترسره شي او په سيمه کې امنيت او سوله ټينګ شي. ))
د يادولو ده چې ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته له خپل وروستي څخه تر راستنيدو وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو له مشرتابه څخه وغوښتل چې له افغان حکومت سره په مستقيم ډول د سولې له پاره خبرې وکړي او له پاکستان څخه يې وغوښتل چې ددا ډول تماس د ټينګولو له پاره مرسته وکړي.
د پاکستان لومړي وزير ګيلاني هم په خپله اعلاميه کې د افغان ولسمشر دغې غوښتنې ته اشاره کړې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن