خوست ښار ( پژواک ٥ کب ٩٠): په خوست ښار کې د يوه ماين د چاودنې په ترڅ کې يو ملکي وګړی ووژل شو او د يوې ښځې په ګډون اووه نور ملکي وګړي ټپيان شول.
دغه چاودنه نن غرمه مهال ( ۱۱:۳۰ بجې ) د خوست ښار په جنوبي څنډه کې د فيض محمد خان واټ ته نږدې وشوه.
د پېښې يوتن عيني شاهد سيد رحمان پژواک ته وويل، چې چاودېدونکي توکي په يوه بايسيکل کې ځای پرځای شوي و او پوليسو ته نږدې د ريموټ په وسيله چاودنه ورکړل شوه.
د خوست د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکټر هدايت الله حميدی پژواک ته وويل، چې له دې چاودنې وروسته د خوست ملکي روغتون ته يو مړی او اووه نور ملکي وګړي، چې يوه يې ښځه ده، په ټپي حالت کې را وړل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دی.
تر اوسه د دې چاودنې په اړه په خوست کې امنيتي چارواکو څه نه دي ويلي او نه يې هم چا مسووليت پر غاړه اخيستی دی.
بل لور ته د وسلوالو طالبانو يوتن وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته ويلي، چې نن غرمه مهال يوولس بجې يې د خوست په لکڼو کې د چټک غبرګون د قطعې د پوليسو پر پلې ګزمې د سړک د غاړه ماين چاودنه کړې ده.
هغه ويلي، چې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوی او يو بل ټپي دی، خو په خوست کې ځايي امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن