ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندوز څخه د ملګرو ملتونو بهرني کار کوونکي ووېستل شول

له کندوز څخه د ملګرو ملتونو بهرني کار کوونکي ووېستل شول

author avatar
28 Feb 2012 - 14:55
له کندوز څخه د ملګرو ملتونو بهرني کار کوونکي ووېستل شول
author avatar
28 Feb 2012 - 14:55

کابل-کندوز (پژواک ٩ کب ٩٠): يوناما وايي، چې په کندوز ولايت کې د دوى پر دفتر له بري وروسته خپل بهرني کارمندان د لنډ وخت لپاره د افغانستان بل ځاى ته لېږدولي دي.

لاريون کوونکو درې ورځې مخکې په بګرام هوايي اډه کې دامريکايي ځواکونو له لوري د قرانکريم د سوځولو په غبرګون کې په کندوزکې د يوناما پر دفتر او دريو نورو ځايونو باندې کاڼي وارول او لاريون په تاوتريخوالي واوښت، چې په ترڅ کې يې پنځه کسان و وژل شول او د ٢٥ پوليسو په ګډون ٥٧ نور ټپيان شول.

هغه خبرپاڼه، چې په کابل کې د يوناما (د ملګرو ملتونو د دفتر سياسي معاونيت) له لوري پژواک خبري اژانس را رسېدلې کاږي، چې ياد کار کوونکي د يوې لنډې مودې لپاره د افغانستان بل ځاى ته وړل شوي، خو ځاى يې نه دى په ګوته کړى.

سرچينه وايي،چې په کندوزکې د يوناما دفتر دخلکو له اړتيا سره سم،مهم او ارزښتناک پروګرامونه پر مخ وړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې يوناما به له افغان حکومت او ولس سره خپلې مرستې جاري ساتي، تر هغو چې اړتيا ورته ولري.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په کندوز کې د يوناما له مسوولينو سره خبرې کړې او ډاډ يې ورکړى، چې د يوناما د کار کوونکو د ساتنې لپاره ځانګړي پوليس ګوماري.

هغه وويل،چې همدارنګه دوى د يوناما تر دفتر شاوخوا دپوليسو امنيتي پوستې اچولې دي.

امريکايي پوځيانو تېره اونۍ د پروان ولايت په بګرام اډه کې څلور نسخې قرانکريمونه وسوځول، چې دغه کار د خلکو احساسات راوپارول او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د لاريونونو لامل شو.

په دغو لاريونونو کې د دوو امريکايي ځواکونو په ګډون څه باندې ٣٠ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ٢٧٠ تنه نور ټپيان شول.

په داسې حال کې، چې ولسمشر حامدکرزي په بګرام اډه کې د قرانکريم سوځول په کلکه وغندل او له افغانانو څخه يې وغوښتل،څو له تاوتريخوالي لاس واخلي،د امريکا ولسمشر بارک اوباما ولسمشرکرزي ته د يو ليک په ترڅ کې قرانکريم ته د سپکاوي په خاطر، له افغان حکومت او ولس څخه بښنه غوښتې ده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.