کابل (پژواک ١٠ کب ٩٠): ايساف وايي چې د افغانستان له حکومت سره يې په ګډه د قران کريم د سوځونې پېښه څېړلې او پايله به يې راتلونکې اونۍ اعلان کړي.
تېره اونۍ په بګرام پوځي اډه کې د امريکايي ځوکونو له خوا د قران کريم له سوځولو وروسته د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه وشول، چې له امله يې له ٣٠ زيات کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما، په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرل الن او نورو امريکايي چارواکو پر دې پېښې له افغانانو بښنه غوښتې ده.
په کابل کې د ډګروال په رتبه د ايساف ځواکونو يوه حقوقي سلاکار د کب په ١٠مه، خبريالانو ته وويل چې د ايساف قوماندان ياده پېښه جدي نيولې او له پېښې يوه ورځ وروسته يې څېړنې پيل کړې دي.
سرچينې زياته کړه، چې په دې اړه د څلورو کمېسيونونو له خوا څېړنې پيل شوې دي؛ د افغان حکومت او ايساف ګډ کمېسيون، د علماوو د شورا کمېسيون، د پارلمان کمېسيون او د امريکايي ځواکونو د ځانګړي کمېسيون څېړنه روانه ده.
د ايساف حقوقي سلاکار وويل، چې د امريکايي ځواکونو له خوا ترسره کېدونکې څېړنې کم تر کمه ٣٠ ورځې وخت اخلي.
خو نوموړي د افغان حکومت او ايساف ځواکونو د ګډ کمېسيون د پايلو په اړه وويل، چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ يې پايلې اعلان شي.
د پژواک خبري اژانس د دې پوښتنې، چې که امريکايي سرتېري د قران کريم په سوځولو کې ککړ ثابت شي، نو کومه سزا به ورکړل شي؟ په ځواب کې د ايساف حقوقي سلاکار وويل، چې د امريکا د پوځ د قانون له مخې له سپکې سزا څخه نيولې د پوځي ځانګړې محکمې تر جوړېدو پورې درنده سزا ورکول کېداى شي.
نوموړي زياته کړه چې امريکايي پوځ د خپل قانون د“AR 15-16” مادې له مخې، دغه قضيه څېړي، د دا ډول قضيو کار کم تر کمه ٣٠ ورځې او ښايي له دې هم زياته موده واخلي.
د ايساف حقوقي سلاکار د ګډ کمېسيون په اړه وويل، چې په دې کې د افغانستان د کورنيو چارو، ملي دفاع وزارت او ملي امنيت درې لوړپوړي افسران هم برخه لري.
د هغه په وينا، دغه کمېسيون د خپلو څېړنو پر مهال له ساحې څخه ليدنه کړې، انځورونه او وېډيو يې اخيستې، له عيني شاهدانو سره يې مرکې کړې او نور اړونده مواد يې راټول کړي دي.
د ايساف دغې سرچينې وويل چې له پلټنو وروسته، ګډ کمېسيون په خپل راپور کې پيشنهادونه او وړانديزونه کوي.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې دا خبره رد کړه، چې ګوندې دغه کار په قصدي توګه ترسره شوى دى.
د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې د ايساف حقوقي سلاکار وويل، چې که له پلټنو وروسته سرتېري مجرم وپېژندل شي، نو د امريکا د قانون له مخې سزا ورکول کېږي، نه د افغانستان د قانون له مخې.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن