ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اته ملکي وګړي ټپيان شول

1 Mar 2012 - 16:51
1 Mar 2012 - 16:51

محمودراقي (پژواک ١١ کب ٩٠): د کاپيسا په اله ساى ولسوالۍ کې پر کورونو د هاوان د مرميو لګېدو له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون اته ملکي وګړي ټپيان شول.

 د اله ساى امنيه قوماندان سمونوال ميرزمان منګرى پژواک ته وويل، چې ياده پېښه نن (د کب ١١مه) غرمه مهال د يادې ولسوالۍ په لکه خېلو سيمه کې رامنځته شوه.

 د هغه په وينا، تر اوسه معلومه نه ده، چې يادې مرمۍ له کوم لوري توغول شوې او له امله يې اته تنه، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، ټپيان شوي دي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، د يادې پېښې په ترڅ کې څلور کورونه او څلور دوکانونه هم ويجاړ شوي دي.

 منګري زياته کړه، چې د يو شمېر ټپي ماشومانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او په تګاب ولسوالۍ کې د ايساف نظامي روغتون ته وړل شوي دي.

 د سيمې يوه قومي مشر معلم عطالله خان پژواک ته وويل: ((طالبانو پر پوليسو بريد وکړ او نښته پيل شوه.))

 د هغه په وينا، دوه مرمۍ پر دوو کورونو ولګېدې، چې په ترڅ کې يې اته تنه ټپيان شول.

 سرچينې په دې اړه، چې يادې مرمۍ له کوم لوري توغول شوې، بې خبري وښوده.

 وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ د نښتې په ترڅ کې د يوه راکټ د لګېدو له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي وو.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version