کابل( پژواک ١٤ کب ٩٠ ):د افغانستان دکرکټ د ١٦ کلنو تنکيوځوانانولوبډلې د اسيايي چيلنج کپ سياليو په دويمه لوبه کې بوتان ته هم سخته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا دکب په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او په خپله يې د لوبې کولو پرېکړه وکړه .
هغه زياته کړه ،چې د افغانستان د تنکيو ځوانانو لوبډلې په ټاکل شويو ۴۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٥٤منډې جوړې کړې او خپلې سيالې لوبډلې ته يې د ٣٥٥منډو هدف وټاکه .
د وفا په وينا، دافغانستان له لوري د شپاړس کلنو تنکيو ځوانانو لوبډلې پياوړي لوبغاړي پروېز خان ١٣١، جاوېداحمدزي ٥٢، عبدالصبور ٥٥ او طارق خان ٥١ منډې جوړې کړې.
د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د بوټان لوبډلې ياد شوى هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبـډله يې په ٢١ اورونو کې يواځې په ٤٣ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د٣١١ منډو په توپير سره وګټله.
دى وايي ، چې د افغانستان له لوري په توپ ا چونه (بالنګ) کې محمد شفيع الله ٦ او نوين الحق د سيالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د ١٦ کلنو لوبغاړو پياوړي لوبغاړي پروېز خان، چې سليزه يې وهلې وه، ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
ديادونې ده ، چې افغانستان پرون مالديپ ته ماتې ورکړې وه.
په دې سياليو کې د افغانستان ترڅنګ متحده عربي امارات، چین، مالدیپ، قطر او د بوتان لوبډلې برخه لري.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن