ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ د تنکيو ځوانانو لوبډلې اماراتو ته هم ماتې ورکړه

6 Mar 2012 - 14:26
6 Mar 2012 - 14:26

کابل (پژواک ١٦ کب ٩٠): د افغانستان د کرکټ د شپاړس کلنو تنکيو ځوانانو لوبډلې د اسيايي چيلنج کپ سياليو په لړ کې، چې په ټايلينډ کې روانې دي، نن يې متحده عربي اماراتو ته هم ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اماراتو لوبډلې کپتان د لوبې ټاس وګاټه او په خپله يې د لوبې کولو پرېکړه وکړه.

د هغه په وينا،د اماراتو لوبډلې په ۳۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۰ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ۱۱۱ منډو هدف وټاکه.

نوموړى وايي، چې د افغانستان له لوري شفيع الله محمد د خپلې سيالې لوبډلې ۳، طارق خان ۴ او جاوېد احمدزي په خپل وار سره ۳ لوبغاړي وسوځول.

په ټايلينډ کې د افغان لوبډلې مدير ډاکتر نورعلم فريد وايي، چې که څه هم د افغانستان يو شمېر پياوړي لوبغاړي د هدف په تعقيب کې د لوبې په لومړيو اورونو کې په پرله پسې توګه وسوځېدل، خو بيا هم افغان لوبغاړو لوبه کابو کړه.

هغه زياتوي، چې د افغانستان د تنکيو ځوانانو لوبډلې په ٢٧ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو هدف ته ورسېدل او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري سيد حکيم ۲۳، عمران خان ۲۰ شفيع الله محمد ۱۹ نا سوځېدلې منډې او طارق خان ۱۳ منډې ترسره کړې.

شفيع الله محمد د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

افغان شپاړس کلنو تنکيو ځوانانو له دې مخکې په دغو سياليو کې مالديپ او بوټان لوبډلو ته هم ماتې ورکړې ده.

ټاکل شوې ده، چې افغانستان خپله څلورمه لوبه سبا د چين هېواد له لوبډلې سره ترسره کوي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version