ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ لوبډلې شپږمه لوبه هم وګټله

19 Mar 2012 - 13:23
19 Mar 2012 - 13:23

کابل (پژواک ٢٩ کب ٩٠): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شل اوريز نړيوال جام ته د لارموندنې د سياليو په لړ کې، نن هانک کانګ ته په ماتې ورکولو سره پرله پسې شپږمه لوبه وګټله.

دغه لوبه نن (د کب ٢٩ مه) د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا له دوبۍ څخه د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه د هانګ کانګ لوبډلې وګټله او لومړى يې د لوبې (توپ وهلو) پرېکړه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د هانګ کانګ لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورنو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ١٠٣ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٠٤ منډو هدف وټاکه.

د ده په وينا، د افغانستان له لوري پياوړي لوبغاړي دولت ځدران ډېره ښه لوبه وکړه او د  هانګ کانګ پنځه لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز عزت الله دولتزي دوه، سميع الله شينواري او محمد نبي يو ، يو لوبغاړي وسوځول.

وفا وايي، چې د افغانستان لوبډلې ياد شوى هدف په ډېرې اسانۍ سره د يوه لوبغاړي په سوځېدو په ١١ اورونو کې ترلاسه او لوبه يې په ٩ وېکټو وګټله.

هغه وويل، چې د افغانستان له لوري کريم صادق په ٢٢ منډو وسوځېد، محمد شهزاد ٤٣ او جاوېد احمدي ٣٨ منډې جوړې کړې.

 نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړى دولت ځدران د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

ټاکل شوې د افغانستان ملي لوبډله سبا د برموډا له لوبډلې سره لوبه وکړي.

افغانستان تر دې مخکې د دغو سياليو په لړ کې پي اېن جي، هالنډ، ډنمارک، نيپال، کاناډا ته هم ماتې ورکړې وه.

افغانستان د شپږو لوبو په ګټلو سره په الف ګروپ کې لومړى مقام لري، په دغه ګروپ کې هالنډ دويم او کاناډا په درېيم مقام کې دي.  په (ب) ګروپ کې نميبيا لومړى، ايرلينډ دويم او ايټاليا په درېيم مقام کې ځاى لري.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، سبا د ګروپي سياليو وروستۍ ورځ ده، بيا به د هر ګروپ درې، درې غوره لوبډلې دويمې مرحلې ته لاره پيدا کوي.

د کرکټ بورډ وياند وايي، چې په دويمه مرحله کې د الف  او ب ګروپونو په لومړي مقام کې ځاى لرونکې لوبډلې په خپلو کې سره لوبه کوي، ګټونکى به يې د روانو سياليو پاى لوبې او نړيوال جام ته لاره پيدا کوي.

د هغه په وينا، دغه راز د الف ګروپ دويم د ب ګروپ له درېيم او د ب ګروپ دويم د الف ګروپ له درېيم سره لوبه کوي، د دوى ګټونکې لوبدلې به بيا په خپلو کې لوبه کوي او ګټونکى به يې هم نړيوال جام او پاى لوبې ته لاره پيدا کوي.

د شل اوريز نړيوال جام ته د لارې موندې سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، چې په کې ١٦ لوبـډلې برخه لري.

له دغو شپاړسو لوبډلو څخه يې دوه غوره لوبډلې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکو له لسو هېوادونو سره يو ځاى په نړيوال جام کې، چې د روان زېږديز کال د سپټمبر مياشت کې په سريلانکا کې ترسره کېږي، برخه اخلي.

په دغو سياليو کې افغانستان، برموډا، کاناډا، ډنمارک، هانک کانګ، ايرلينډ، ايټاليا، کينيا، نميبيا، نيپال، هالنډ، عمان، پي اېن جي، سکاټلينډ، يوګنډا او د متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version