ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د کرکټ لوبډلې کاناډا ته ماتې ورکړه

18 Mar 2012 - 18:13
18 Mar 2012 - 18:13

کابل (پژواک ٢٨ کب ٩٠): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شل اوريز نړيوال جام ته د لارموندنې د سياليو په لړ کې، نن خپله پنځمه لوبه کې د ٤١ منډو په توپير کاناډا ماتې ورکړه.

دغه لوبه نن (د کب ٢٨مه) د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د ټيلېفون په ليکه له دوبۍ څخه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د لوبې پرېکړه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان ملي لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورنو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ١٧٤ منډې جوړې کړې او کاناډا ته يې د ١٧٥ منډو هدف وټاکه.

د ده په وينا، د کاناډا لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او په ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو  په سوځېدو سره يې ١٣٣ منډې جوړې کړې.

هغه وايي، چې د افغانستان له لوري سميع الله شينوارى تر ټولو ښه لوبه وکړه او ٦١ منډې يې جوړې کړې، همدارنګه کريم صادق  ٣٦ او محمد شهزاد ٢٧ منډې جوړې کړې.

د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري سميع الله شينواري د مخالف لوري څلور لوبغاړي، دولت ځدراڼ دوه لوبغاړي، کريم صادق، عزت الله دولتزي او ضمير خان يو-يو لوبغاړى وسوځاوه.

د وفا د معلوماتو له مخې، سميع الله شينوارى د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

ټاکل شوې ده د افغانستان ملي لوبډله سبا د هانګ کانګ له لوبډلې سره لوبه وکړي.

افغانستان تر دې مخکې د دغو سياليو په لړ کې پي ان جي، هالنډ، ډنمارک او نيپال ته هم ماتې ورکړې وه.

د شل اوريز نړيوال جام ته د لارې موندې سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي، چې په کې ١٦ لوبـډلې برخه لري.

له دغو شپاړسو لوبډلو څخه يې دوه غوره لوبډلې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکو له لسو هېوادونو سره يو ځاى په نړيوال جام کې، چې د روان زېږديز کال د سپټمبر مياشت کې په سريلانکا کې ترسره کېږي، برخه اخلي.

په دغو سياليو کې افغانستان، برموډا، کاناډا، ډنمارک، هانک کانګ، ايرلينډ، ايټاليا، کينيا، نميبيا، نيپال، هالنډ، عمان، پي اېن جي، سکاټلينډ، يوګنډا او د متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version