ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان برموډا ته په ماتې ورکولو سره خپل ګروپ کې لومړی مقام خپل کړ

20 Mar 2012 - 14:03
20 Mar 2012 - 14:03

کابل (پژواک د وري لومړۍ ۹۱) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شل اوريز نړيوال جام ته د لارموندنې د سياليو په لړ کې، نن په خپلې وروستۍ لوبه کې برموډاته هم ماتې ورکړه او دغه راز په دې سياليو کې د اووه پرله پسې لوبو ګټلوسره يې په خپل ګروپ کې لومړی مقام خپل کړ.

دغه لوبه نن (د کب ۳۰مه) د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا له دوبۍ څخه د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه د افغانستان لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپ وهلو پرېکړه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورنو کې د پنځولوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷منډې جوړې کړې او برموډا ته يې د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه.

د ده په وينا، د افغانستان له لوري پياوړي لوبغاړي شهزاد محمدي ډېره ښه لوبه وکړه او د پنځو شپږيزو په وهلو سره يې ۶۴ منډې جوړې کړې؛ دغه رازګلبدين نايب او اصغر ستانکزي ۲۶، ۲۶، کريم صادق او محمد نبي ۲۲، ۲۲ اوجاوېد احمدي ۱۳ منډې جوړې کړې.

وفا وويل چې د برمودا لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړای او د اووه لوبغاړوپه سوځېدو په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې يې ۱۶۲ منډې جوړې کړې او افغانستان دغه راز دا لوبه د ۱۵ منډو په توپير سره وګټله.

هغه  زياته کړه چې د افغانستان له لوري افتاب عالم درې، ميرويس اشرف،ضمير خان او سميع الله شينواري يو، يو لوبغاړی وسوځاوه.

د نوموړي په وينا، د افغانستان لوبغاړی محمد شهزاد د دې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

افغانستان تر دې مخکې د دغو سياليو په لړ کې پي اېن جي، هالنډ، ډنمارک، نيپال، کاناډا او هانګ کانګ ته هم ماتې ورکړې وه.

افغانستان د اووه لوبو په ګټلو سره په الف ګروپ کې لومړى مقام خپل کړ.

په دغه ګروپ کې هالنډ دويم او کاناډا په درېيم مقام کې دي. په (ب) ګروپ کې نميبيا لومړى، ايرلينډ دويم او ايټاليا په درېيم مقام کې ځاى لري.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، تر ګروپي سياليو وروسته به د هرګروپ درې، درې غوره لوبډلې دويم پړاو ته لاره پيدا کوي.

د کرکټ بورډ وياند وايي، چې په دويمه مرحله کې د الف او ب ګروپونو په لومړي مقام کې ځاى لرونکې لوبډلې په خپلو کې سره لوبه کوي، ګټونکې به يې د روانو سياليو پاى لوبې او نړيوال جام ته لاره پيدا کوي.

د هغه په وينا، دغه راز د الف ګروپ دويم د ب ګروپ له درېيم او د ب ګروپ دويم د الف ګروپ له درېيم سره لوبه کوي، د دوى ګټونکې لوبډلې به بيا په خپلو کې لوبه کوي او ګټونکې به يې د لومړي مقام لرونکو له لوبې څخه ناکامې شوې ډلې سره لوبه کوي او ددې ګټونکې لوبډله به نړيوال جام او پاى لوبې ته لاره پيدا کوي.

د شل اوريز نړيوال جام ته د لار موندنې سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، چې په کې ١٦ لوبـډلې برخه لري.

له دغو شپاړسو لوبډلو څخه يې دوه غوره لوبډلې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکو له لسو هېوادونو سره يو ځاى په نړيوال جام کې، چې د روان زېږديزکال سپټمبر کې په سريلانکا کې ترسره کېږي، برخه اخلي.

په دغو سياليو کې افغانستان، برموډا، کاناډا، ډنمارک، هانک کانګ،ايرلينډ، ايټاليا، کينيا، نميبيا، نيپال، هالنډ، عمان، پي اېن جي،سکاټلينډ، يوګنډا او د متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.

 

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version