ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غره خوییدنې له امله نهه کورونه ویجاړ شول

author avatar
20 Mar 2012 - 17:06
author avatar
20 Mar 2012 - 17:06

مزار شریف ( پژواک د وري لومړۍ ۹۱ )  : د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د غره د خويیدو له امله نهه کورونه ویجاړ شوي، خو ځاني زیانونه یې نه درلودل.

د کشنده ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال سید انورشاه د وري په لومړۍ نیټه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه تیره شپه د ولسوالۍ دشیخ په غرییزه سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په سیمه کې له پرله پسې بارانونو وروسته ځمکه نم اخیستې وه او تیره شپه د شیخ په سیمه کې غره خويیدلې چې له امله یې نهه کورونه ویجاړ شوي دي.

د نوموړي په وینا، خلک توانیدلي چې خپل خانونه او د کور سامانونه له خپلو کورونو اوباسي، ځکه دا پيښه ځاني زیانونه نه درلودل.

په مشرانو جرګه کې د بلخ ولایت استازی او د کشندې ولسوالۍ اوسیدونکی سناتور دانشو هم پيښه تایید کړه او ویې ویل چې د سیمې اوسیدونکو ته پنځه میلیونه افغانی زیان اوښتی دی.

نوموړي له دولت او نړیوالو مرستندویو موسسو وغوښتل چې د زیانمو شویو کورنیو سره مرسته وکړي، څو هغوی وکولی شي ځان لپاره سرپناه جوړه کړي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.