ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان ولسمشر به د افغانستان په اړه تاجکستان کې خبرې وکړي

د پاکستان ولسمشر به د افغانستان په اړه تاجکستان کې خبرې وکړي

author avatar
22 Mar 2012 - 19:14
د پاکستان ولسمشر به د افغانستان په اړه تاجکستان کې خبرې وکړي
author avatar
22 Mar 2012 - 19:14

اسلام اباد (پژواک٣ ورى  ٩١): ټاکل شوې ده، چې د پاکستان ولسمشر د راتلونکې اونۍ په سر کې تاجکستان ته سفر وکړي او  په  څلور اړخيزه سرمشريزه غونډه  کې ، چې د افغانستان حالاتو په اړه هم خبرې کيږي، ګډون وکړي.

 د پاکستان د بهرنيو چارو  وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په  راليږل شوې خبر پاڼه کي  ويل شوي، چې د دغه هيواد  ولسمشر اصف علي زرداري د راتلونکي شنبې په ورځ (د مارچ په ٢٤ مه)  به د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په بلنه ، هغه هيواد ته  سفر وکړي.

 د خبرپاڼې له مخې، زرداري د خپل سفر پر مهال په هغه څلور اړخيزه غونډه کې، چې د تاجکستان ،افغانستان او ايران مشران  هم  پکې برخه اخلي، ګډون کوي او د نورو مسايلو په ګډون دافغانستان د  روانو حالاتو په اړه هم خبرې کيږي.

 د سرچينې په وينا، د پاکستان او تاجکستان ولسمشران به خپلمنځي سياسي ، سوداګريز،دفاعي او امنيتي چارو په اړوند هم خبرې اترې وکړي .

 همدا راز د پاکستان دبهرنيو چارو  وزارت  د دفتر وياند عبدالباسط  نن د( وري په ٣مه ) تر  غرمې وروسته  اسلام اباد کې د خبريالانو  اونيزې غونډې ته د وينا پر مهال  وويل، چې د پاکستان د ولسمشر سفر  تاجکستان ته ډېر د اهميت وړ دى.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.