ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
24 Mar 2012 - 13:24
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
24 Mar 2012 - 13:24

کابل ښار (پژواک ٥ ورى ٩١): د کابل نن چاپ ورځپاڼو د نوي لمريز کال د لومړۍ ګڼې په سرمقالو کې بېلابېل موضوعات څېړلي، چې د نوي ښوونيز کال پيل او د معارف ورځې نمانځنه، د کانکور آزموينې د پايلو اعلان او د بې نتيجې پاتې شوو زده کونکو ستونزه او د نوي لمريز کال د پيل او تېر کال د کړنو ارزونه يې مهم سر ټکي دي.

د ملي باور ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د نوي تعليمي کال پيل او په هېواد کې د معارف ورځې نمانځلو ته اشاره کړې او د هغو ماشومانو برخليک يې څېړلى دى، چې د ښوونځي عمر ته له رسېدو سره سره د بېلابېلو لاملونو له امله ښوونځي ته له تلو څخه بې برخې دي.

دغه ورځپاڼه په تېر لمريز کال کې د هېواد په کچه د پوهنې د وضعيت د ارزولو په ترڅ کې ليکي، چې افغان دولت ناتوانه دى، چې د ټولو ماشومانو پر مخ د ښوونځي دروازه پرانيزي او پوهنه د ټولو کليو او دروازو ته ورسوي.

همدارنګه ملي باور ورځپاڼه له خلکو څخه هم هيله لري، تر څو د خپلو بچيانو د تعليم په لاره کې هڅه وکړي او پرې نه ږدي چې راتلونکى نسل د تعليم له نعمت څخه بې برخې پاتې شي.

اصلاح دولتي ورځپاڼه هم ورته موضوع څېړي او په دې اند ده، چې هېڅوک بايد د پوهنې له رڼا څخه بې برخې پاتې نه شي.

اصلاح ورځپاڼه په هېواد کې د پوهاوي د خپرېدو او د هغې د کچې لوړوالى هم څېړي او د دولت له مخالفينو غوښتنه کوي، ترڅو د هېواد د ماشومانو د پوهې او زده کړې مخه ونه نيسي.

انيس دولتي ورځپاڼه هم پوهنه او معارف د پرمختګ هسکو څوکو ته د رسېدو لار ګڼي او په دې اړه يې د نوي ښوونيز کال د پيل يادونه کړې ده.

 دغه ورځپاڼه له دولت او په تېره بيا د پوهنې له وزارت او همدارنګه له نړيوالو بنسټونو هيله لري ترڅو د افغانستان د پوهنې او زده کوونکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د هېواد بچيانو ته د زده کړې ښه زمينه برابره کړي.

 خو د هشت صبح ورځپاڼه بيا د سږ کال د کانکور د پايلو اعلان ته پاملرنه کړې او د دغه نظر پر وړاندې کولو سره، چې د کانکور له دې ډول آزموينو سره هر کال د بې نتيجې پاتې شوو کسانو شمېر هم ډېرېږي، د لوړو زده کړو وزارت ګرموي او ليکي، چې په تېرو لسو کلونو کې تجربې وښوده، چې د لوړو زده کړو وزارت د ښونځيو د زده کونکو لپاره د سمې لارښونې او مشورې د ورکولو په برخه کې سم کار نه دى کړى.

دغه ورځپاڼه هر کال د کانکور په آزموينه کې د ګڼ شمېر کسانو د بې نتيجې پاتې کېدو لاملونه له خپل ليد لوري څخه څېړي او د لوړو زده کړو له وزارته غواړي، چې د کانکور د آزموينې اخيستو بڼه بايد تر بيا غور لاندې ونيسي.

د افغانستان ورځپاڼه بيا په تېر لمريز کال کې مهمې پېښې او همداراز د دغه کال په ترڅ کې د دولت کړنې ارزوي او په دې اند ده، چې نوى پيل شوى لمريز کال به هم د افغانستان لپاره له برياليتوبه پرته کال وي.

 دغه ورځپاڼه په بېلابېلو برخو کې د افغان دولت د ناکاميو تر څېړلو وروسته ليکي، افغانستان په روان لمريز کال کې په بېلابېلو برخو کې د دولت د پروګرامونو د بدلون او د اغېزمنو ګامونو پورته کولو ته اړتيا لري، پرته له دې به د ورځپاڼې په خبره ونه شو کولاى په سياسي، امنيتي، اقتصادي او ټولنيزه کچه د وضعيت ښه توب ته هيله من اوسو.

د ويسا ورځپاڼه هم د نوي کال پيغام څه دى؟ تر سرليک لاندې د نوي كال پيل او په دې اړه د رسمي تشريفاتو ترسره کېدل، همدارنګه د نوي ښوونيز کال پيل او د ښوونځې د زنګ وهل کېدو ته اشاره لري او په دې اند ده چې تر څو موږ په رښتيني معنا د دغو تشريفاتي مراسمو پر ارزښت باوري نه شو، تر څو عملاً د زده كړې او آبادۍ روحيه راباندې غالبه نه شي، تر څو پر دغه باوري نه شو، چې دغه هېواد آباد كړو، په ګډه او شريكه يې بايد امن ټينګ كړو او عملاً دغه عام ذهنيت بايد مات كړو، چې زموږ هېواد به پردي راته جوړوي، نه به مو وران وطن جوړ شي او نه به د پرديو له شره خوندي شو.

ويسا ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې زموږ سبا هم د نن په دې اراده او تصميم پورې تړلى، چې آيا موږ په رښتيا دغه هوډ لرو، چې دغه شريك كور مو پر خپلو لاسو آباد او سمسور كړو او خپل هېواد بايد په خپله وساتو؟

د محور ورځپاڼې په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان الن هغه څرګندونې را اخيستې، چې ويلي يې دي، آى اېس آى اوس هم له طالبانو او حقاني ډلې نه ملاتړ کوي.

دغه ورځپاڼه د پاکستان په اړه د امريکا د نا څرګند سياست لاملونه او دلايل څېړي او په دې اند ده، چې ترڅو امريکا د پاکستان په اړه رښتينې او جدي نه شي، نو هېڅ کله به هم د طالبانو او آى اېس آى اړيکې غوڅې نه کړاى شي.

د سرنوشت ورځپاڼه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د مودې را لنډېدو ته پاملرنه کړې او په دې اند ده، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل، په دغه هېواد کې د جګړې اصلي پلمه له منځه وړي.

سرنوشت هغه اندېښنې هم څاري، چې ويل کېږي د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره به افغانستان بيا يوازې پرېښودل شي او دا ډول کړنې به بدې پايلې ولري او ليکي، چې که نړيوال په رښتيني ډول غواړي چې د افغانستان ستونزه حل شي، دغه هېواد په خپلو پښو ودريږي او يو ځل بيا د هغو ډلو په مرکز بدل نه شي، چې نړيوال يې د ځان لپاره ګواښ ګڼي، نو په کار ده چې په دغه هېواد کې د پوځي حضور پر ځاى د دغه هېواد له امنيتي ځواکونو سره مرسته وشي.

د ماندګار ورځپاڼه د هغه امريکايي سرتېري د محاکمې جريان څارلى، چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې يې ملکي وګړي و وژل او په دې اړه د يو شمېر امريکايي بنسټونو او د نوموړي سرتېري د مدافع وکيل څرګندونو ته په اشارې سره ليکي، چې امريکا نه غواړي دغه سرتېرى محاکمه کړي.

 او په پاى کې د خدمتګار ورځپاڼې په افغانستان کې د اداري فساد شتون ته ګوته نيولې او په دې باور ده چې له فساد سره د مبارزې لپاره د افغان حكومت نمايشي هڅې نړيوال نه شي قانع كولاى.

دغه ورځپاڼۀ ليکي، چې له فساد سره مبارزه د افغانستان لپاره په يوه حياتي ارزښت بدله شوې، خو له فساد سره د مبارزې لارې ټولې تړلې ښكاري.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.