ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې ١٤٥ ښوونځي تړلي دي

24 Mar 2012 - 18:21
24 Mar 2012 - 18:21

جلال اباد، غزني ښار، کلات (پژواک٥ ورى ٩١): په غزني کې زده کوونکي د مسلکي ښوونکو له کمښته سرټکوي او په زابل  کې د ١٤٥ ښوونځيو تړل کېدل د پوهنې پر وړاندې ستره ستونزه بلل کېږي.

 دا په داسې حال کې ده، چې نن (د وري ٥مه) نوى ښوونيز کال په رسمي ډول د ولسمشر حامد کرزي له خوا کابل کې د زنګ په کړنګولو سره پيل شو.

 د غزني د ښوونځيو د زده کوونکو په وينا، له يوې خوا په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو کمښت ډېر دى او له بلې خوا په دې ولايت کې وسلوال طالبان، زده کوونکو او ښوونکو ته ګواښونه کوي، دغه راز ګڼ شمېر ښوونځي تردې مهاله ودانۍ نه لري.

 د غزني مرکز د شمس العارفين لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکي سراج الدي پژواک اژانس ته وويل، چې په ښوونځي کې يې د مسلکي ښوونکو د کمښت له امله اوس اړ شوى، چې په شخصي لګښت کورسونه تعقيب کړي.

 د هغه په وينا، کورنۍ يې بېوزله ده او نه شي کولاى، چې ده ته د کورسونو د فيس پيسې پر وخت برابرې کړي.

 نوموړي زياته کړه: ((پلار مې يو بزګر دى او ماته د کورسونو لپاره پيسې په ډېرې سختۍ پيدا کوي، دولت بايد په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو ډېروالي ته پاملرنه زياته کړي.))

 د اندړو ولسوالۍ يوه سپين ږيري لعل محمد پژواک اژانس ته وويل، چې د کور ماشومان نه پرېږدي چې ښوونځي ته لاړ شي.

 د هغه په وينا، په ښوونځي کې يې ټول تنکي ځوانان تدريس کوي، هېڅ مسلکي ښوونکى په کې نه شته او ودانۍ هم نه لري.

 د غزني د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکى محمد غني هم وايي، چې په سيمه کې يې ښوونځى تش په نوم دى، مسلکي ښوونکي، مېزونه، چوکۍ او کتابونه نه لري.

 نوموړى وايي، چې له دوو كلونو راهيسې يې ماشومان ښوونځي ته ځي، خو تر اوسه يې هېڅ هم نه زده کړي.

 ده د غزني د پوهنې له رياست څخه وغوښتل، چې د دوى د سيمې ښوونځي ته دې يو پلاوى ورولېږي، ترڅو ټولې ستونزې له نږدې وګوري.

 خو د غزني د پوهنې رييس احسان الله ناشر بيا وايي، چې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه يواځې په غزني که نه ده، بلکې په ټول هېواد کې دا ستونزه شته.

 هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ښايي په راتلونکو څو کلونو کې دا ستونزه هواره شي.

 د ده په وينا، په غزني کې دا مهال شاوخوا شپږ سوه ښوونځي فعال دي، چې له ٣سوو زرو زيات زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي او له ٧زرو څخه د زياتو ښوونکو له خوا ورته زده کړې ورکول کېږي.

 ناشر وايي، چې دا مهال په غزني کې شاوخوا شپږ سوه ښوونځي ودانۍ نه لري، چې په روان لمريز کال کې به ٩٠ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.

 دغه راز نن په ننګرهار ولايت کې هم، د نوي ښوونيز کال له پيلېدو سره د ښوونځيو د ودانيو او د مسلکي ښوونکو له نه شتوالي شکايت وشو.

 د ننګرهار د پوهنې رييس الله داد اسماعيل زي پژواک اژانس ته وويل، چې په ټول ننګرهار کې اووه سوه پنځه اتيا ښوونځي او ٢٤٠ د سواد زده کړې کورسونه لري.

 هغه زياته کړه، چې په ١٣٩٠ لمريز کال کې ٩٢ لومړنيو ښوونځيو منځنيو ته او ٢٤ منځنيو ښوونځيو لېسو ته ارتقا کړې ده.

 د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري وويل، چې په ١٣٩١ لمريز کال کې به ٩١زره نوي زده کوونکي شامل کړي، چې دېرش زره به يې د سړو سيمو په دوه سوه نهه شپېته ښوونځيو کې وي.

 نوموړي زياته کړه، چې د ننګرهار سلګونه ښوونځي لا اوس هم د درې زره مسلکي ښوونکو استخدام ته اړتيا لري.

 د پوهنې رياست وياند وويل، په دغه ولايت کې درې سوه اويا ښوونځي ودانۍ نه لري، پنځه سوه يې د انګړ دېوالونه او سپورتي ډګرونه نه لري.

بل خوا د زابل د پوهنې رياست چارواکي وايي، اوس هم په دې ولايت کې د تړلو ښوونځيو شتون تر ټولو لويه ستونزه ده او په نوي ښوونيز کال کې به د دوى هڅه داوي چې دغه ښوونځي پرانېزي.

په هغو مراسمو کې چې نن (د وري ٥ مه) د ۱۳۹۱ ښوونيز کال د پيل په مناسبت د کلات ښار د شيخ متي په لېسه کې جوړ شوي و، د دې ولايت د پوهنې رييس رحيم الله لودين وويل، چې د پوهنې وزارت د دې شعار له مخې، چې (زده کړه په هر ځا ى کې د هر چا لپاره)، په دې ولايت کې به د ښوونې ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې په زابل کې د پوهنې رياست پر وړاندې ګڼې ستونزې پرتې دي، چې د له منځه وړلو لپاره يې دوى د دولت او قومي مشرانو مرستې ته زياته اړتيا لري.

د ده په خبره، لا هم د دې ولايت په بېلابېلو سيمو او ولسواليو کې ۱۴۵ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي، چې له امله يې زرګونه ماشومان له زده کړو محروم پاتې دي.

نوموړي د ښوونځيو د تړلو لامل ناامني په ګوته کړ.

د پوهنې رييس وويل، دوى به په خپل ټول توان سره هڅه وکړي، چې دغه ښوونځي بېرته پرانېزي او د دې ترڅنګ د زابل په بېلابېلو سيمو کې ديني مدرسې هم جوړې کړي.

د زابل والي اشرف ناصري چې په ياده غونډه کې يې خبرې کولې، وويل چې خلک بايد د ښوونځيو د امنيت په ساتنه کې له دولت سره مرسته وکړي.

هغه زياته کړه، چې په ښوونځيو کې هېڅ ډول سياسي او پوځي اهداف نه تعقيبېږي او يواځې ماشومانو ته په کې زده کړه ورکول کېږي، ځکه نو د دولت مخالفين يې هم بايد له ورانولو او تړلو لاس واخلي.

 د يادولو وړ ده چې په زابل کې د ناامنيو ترڅنګ د مناسبو ودانيو نه شتوالی، د مسلکي ښوونکو کموالی او د خلکو کمزوری اقتصاد هغه نورې ستونزې دي چې د دې ولايت پوهنيز بهير ګواښي.

هېره دې نه وي، چې نن د  پوهنې وزير غلام فاروق وردګ په کابل کې د نوي تعليمي کال د پيل په مراسمو کې وويل، چې په ټول هېواد کې ٥٥٧ ښوونځي تړلي دي چې له امله يې دوه سوه زره زده کوونکي له زده کړې بې برخې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version