ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

25 Mar 2012 - 13:45
25 Mar 2012 - 13:45

کابل ښار (پژواک ٦ ورى ٩١): د کابل د نن چاپ ډېرو ورځپاڼو خپلې سرمقالې د نوي ښوونيز کال پيل، په افغانستان کې د پوهنې ستونزو او ګواښونو او د نوي ښوونيز کال د پيل په مراسمو کې د ولسمشر کرزي خبرو ته ځانګړې کړې دي، خو ځينو ورځپاڼو بيا تاجکستان ته د ولسمشر سفر او اروپايي هېوادونو ته د ګڼ شمېر افغانانو پناه وړنه هم څېړلې ده.

د ويسا ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د معارف پروسې او په تېره بيا د ښوونځيو د امنيت خوندې کولو په لار کې د افغان ولس مسؤوليتونه څېړلي او د ولسمشر کرزي د خبرو دې برخې ته يې پاملرنه کړې او ويلي يې وو، څوک چې د افغانستان د پوهنې په لار کې خنډ جوړوي، غواړي افغانستان د نورو په تېره بيا د ګاونډيانو غلام شي.

ويسا ورځپاڼه په دې اند ده چې بايد د سياستونو ناوړه سيورى زموږ پر ښوونيز بهير وزرونه ونه غوړوي او پر قومي مشرانو او علماوو سربېره دې د افغانستان ټول ولس بايد د پوهنې د پروسې په لاره کې د خنډونو د جوړولو مخه ونيسي.

خو د ماندګار ورځپاڼه، چې د حکومت پر کړنو او سياستونو کې شهرت لري، د نوي ښوونيز کال د پيل په مراسمو کې د ولسمشر کرزي پر خبرو د ګوت نيونې په ترڅ کې په دې اند ده، چې بايد ولسمشر کرزى له معارف سره خپله لېوالتيا او زړه سواندي، د هېواد د معارف په سيستم کې د بدلون راوستلو له لارې ښکاره کړي او د دې ورځپاڼې په خبره، په دغو لسو کلونو کې د هېواد د معارف په کچه ژور بدلون راغلى واى، چې متاسفانه رانه غى.

د ماندګار ورځپاڼه همدارنګه د هېواد د پوهنې په وزارت کې اوسني چوکاټ ته هم ګوته نيولې او په دې اند ده، چې د پوهنې وزارت اوس د نفاق په يوه کور بدل شوى او د دې ورځپاڼې په خبره، په دغه وزارت کې کارول شوي سياستونه کولاى شي دغه هېواد تر اوږدې مودې په نفاق کې ډوب وساتي.

 همدارنګه د افغانستان ورځپاڼې په خپله نننۍ سرمقاله کې په هېواد کې د پوهنې د اهميت او د هغې پر وړاندې د ننګونو د شتون په اړه بحث کړى او د نوي ښوونيز کال پيل ته په اشارې سره يې ليکلي دي چې څلور لسيزو جګړو او نا امنيو په هېواد کې موجود محدود تعليمي چانسونه هم د افغانستان له خلکو واخيستل.

د افغانستان ورځپاڼې د کيفيت پر ځاى د کميت پر ډېر والي د چارواکو له ټينګار څخه سر ټکوي او په دې اند ده، څرنګه چې د ښوونې او روزنې بنسټ په ښوونځي کې اېښودل کېږي او له همدې ځايه د پوهنتون او لوړو زده کړو په موسساتو کې هم د درسي وضعيت څرنګوالى مشخصوي، نو د پوهنې وزارت او د ښوونځيو مديران او ښوونکي بايد په دې اړه پاملرنه وکړي.

 د ارادې ورځپاڼې هم په هېواد کې د نوي ښوونيز کال د پيل په اړه په خپله سرمقاله کې ليکلي، چې د افغانستان معارف د دولت جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

دغه ورځپاڼه هم د افغانستان ورځپاڼې په څېر د کميت پر ځاى پر کيفيت باندې د چارواکو له ډېر ټينګار څخه سر ټکوي او ليکي، چې که څه هم اوس د شمېرې له پلوه ډېر ماشومان ښوونځيو ته ځي، خو د پوهنې څرنګوالى د تېر په شان په ټيټه کچه کې دى.

د چراغ ورځپاڼې هم په خپله نننۍ سرمقاله کې د نوي ښوونيز کال پيل او د هغه په اړه د ولسمشر کرزي څرګندونې څېړلې دي.

 دغه ورځپاڼه له طالبانو څخه د ولسمشر کرزي دغه غوښتنه، چې ښوونځي دي نه سوځوي، غندي او په دې اند ده، چې د طالبانو ډله اصولاً له پوهې او معارف سره دښمني لري او د ورځپاڼې په خبره، له لېوه څخه دا تمه درلودل، چې پر پسونو دې رحم وکړي، يوه اشتباه ده.

 د سرنوشت ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې همدا موضوع څېړلې ده او د دې پوښتنې په را ولاړولو سره، چې ښوونکي، ښوونځي او زده کوونکي څنګه ساتل کېداى شي؟ په هېواد کې د سوځول شوو ښوونځيو شمېره څېړي.

سرنوشت ورځپاڼه په دغه باور ده، چې په هېواد کې د ښوونځيو د تړلو يا سوځولو او د ښوونکو او زده کوونکو پر وړاندې د ګواښونو او ستونزو د پيدا کولو مسئله يوه پېچلې مسئله ده او وړانديز کوي، چې د افغانستان په جګړه کې ټول ښکېل لوري دي تر خپلو ولکو لاندې سيمو کې ښوونکو، ښوونځيو او زده کونکو د ساتنې تضمين وکړي، تر څو ثابته شي چې څوک په دغه ډول کارونو کې لاس لري.

خو د هشت صبح ورځپاڼه بيا د نوي ښوونيز کال او پوهنې له ستونزو نه بهر، تاجکستان ته د هېواد د ولسمشر سفر او د نوروز په نړيواله مېله او د اقتصادي همکاريو په غونډه کې د هغه ګډون څېړلى دى. او په تاجکستان کې يې د اقتصادي همکاريو په غونډه کې د پاکستان او ايران د ولسمشرانو ګډون ته په اشارې سره د افغانستان په اړه د دغو دوو ګاونډيو هېوادونو سياستونه غندلي دي.

 هشت صبح ورځپاڼه د ايران د يوه پوځي چارواکي وروستيو څرګندونو ته په ګوت نيونې سره ليکي، چې که څه هم درې واړو مشرانو په اسلام آباد کې په درې اړخيزه غونډه کې له يو بل سره د همکارۍ د پراختيا خبره وکړه خو تر اوسه هم لا د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادو په دريځونو او کړنو کې ژور بدلون نه ترسترګو کېږي.

د محور ورځپاڼې بيا نن اروپايي هېوادونو ته د ګڼ شمېر افغانانو د پناه وړلو موضوع را اخيستې او په دې اړه يې د اروپايي اتحاديې له خوا يوې سرشمېرنې ته يې اشاره کړې، چې په دې وروستيو کې خپره شوې ده.

د محور ورځپاڼه بهرنيو هېوادونو ته د افغانانو د تېښتې لاملونه څېړلي او په دې اند ده، چې د خراب اقتصادي وضعيت او نا امنۍ ترڅنګ له ملت او هېواد سره د افغانانو د مينې نشتوالى هم د دغه فرار يو مهم لامل ګڼل کېداى شي.

 او په پاى کې د خدمتګار ورځپاڼه په جګړو کې د طالبانو له خوا د ماشومانو کارونې ته ګوته نيسي او پخ دې اند ده، چې طالبان غواړي پر خپلو چټكو سفر بريو سره خپل هغه سنګرونه بېرته لاسته راوړي چې په ژمي كې يې له لاسه وركړي وو.

 دغه ورځپاڼه ليکي چې، افغان دولت همدا اوس د طالبانو له خوا په جګړه كې د ماشومانو د كارولو د ډېرېدو له كبله كولى شي پر دوى نيوكه وكړي او دوى د ماشومانو له حقونو او د ماشومانو له كنوانسيون څخه په سرغړونه تورن كړي او له ملګرو ملتونو وغواړي چې په جګړه كې د ماشومانو د كارولو د درولو لپاره پر طالبانو خپل فشارونه زيات كړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version