ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
17 Mar 2012 - 13:11
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
17 Mar 2012 - 13:11

کابل ښار (پژواک ٢٧ کب ٩٠): د کابل چاپ ورځپاڼو لوى سرټکي د دې اونۍ په پيل کې د طالبانو د خبرو ځنډولو په اړه د ورستۍ اعلاميې څېړنې او تحليل ته ځانګړي شوي، خو ځينو ورځپاڼو بيا د امريکا له دفاع وزير سره د ولسمشر هغه خبرې چې بهرني سرتېري دې له کليو را ووځي او له ٢٠١٣ وروسته دې د مسووليتونو لېږد ته تياري ولري، هم څېړلې دي.

د کابل چاپ ورځپاڼو خپلې سرمقالې په لاندې ډول دغو يادو موضوع ګانو ته ځانګړې کړې دي:

د چراغ ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې ليکي، چې د امريکا لاس د دوست او دښمن تر تېږه لاندې دى، او په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا د خبرو اترو ځنډولو ته اشاره لري، ليکي چې ولسمشر کرزي له امريکايي دفاع وزير سره په خپله وروستۍ ليدنه کې له هغه غوښتي ترڅو د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد پروسه يو کال نوره هم رامخ ته کړي.

د چراغ ورځپاڼه د خپلې سرمقالې په دوام په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو کړنو ته ګوته نيسي، ليکي، چې د دغه کړکېچ يوه لويه برخه په افغانستان کې د امريکا له دوه ګوني سياستونو څخه سرچينه اخلى؛ ځکه د دې ورځپاڼې په ليکنه، ولسمشر اوباما په افغانستان کې څو ځلې دوه ګونى سياست ترسره کړى دى.

د سرنوشت ورځپاڼه هم په قطر کې د سولې د خبرو اترو د ناکامېدو لاملونه څېړلي او په دې اند ده،  سره له دې چې د امريکا په دريځ کې ظاهري بدلون د سولې په لور يو ګام و، خو له هماغه پيله داسې شکونه وو، چې ښايي د امريکا په دريځ کې هېڅ ډول بدلون نه وي راغلى، بلکې د خپلو ځانګړو موخو لپاره غواړي وښيي، چې په دريځ کې يې بدلون راغلى دى.

سرنوشت ورځپاڼه د خپل دغه دريځ د اثبات لپاره بېلابېل دلايل او توضيحات وړاندې کوي او ليکي، داسې ښکاري چې امريکا خپلو موخو ته ونه رسېده؛ نو ځکه يې حالت داسې کړ چې طالبان د قطر له خبرو څخه په شا شي.

همدارنګه ويسا ورځپاڼه په دې اند ده، چې روان وضعيت داسې ښکاروي، چې امريكا له اخلاقي زوال سره مخ ده.

ويسا ورځپاڼه د بګرام او کندهار وروستيو پېښو او د سولې د خبرو اترو د ځنډولو په اړه د طالبانو ورستۍ اعلاميه، د ولسمشر کرزي له خوا پر امريکايانو دغه تور، چې د پنجوايي د پېښې په پلټنو كې لازمه همكاري نه كوي او دې ته ورته نورو پېښو ته په اشارې سره په دې نظر ده، چې امريکا په افغانستان كې نه يوازې له يوه لوري سره هم نورمالې اړيكې نه لري، بلكې عملاً له ټولو لوريو سره لاس او ګرېوان ده.

ويسا ورځپاڼه همدارنګه د دغه وضعيت په څېړنې سره ليکي، چې كه امريكا په افغانستان كې په داسې حالت كې خپل پوځي شتون ته دوام وركړي، چې هره ورځ يې د بې ګناه ولس په وينو لاسونه سره وي، له طالبانو او مخالفو لوريو سره د تفاهم پروسه شنډه او ناكامه شي، له افغان حكومت او چارواكو سره يې ناندرۍ او اختلافونه دوام وكړي، پايله به يې د ورځپاڼې په خبره له يوې شرميدلې ماتې پرته بل څه نه وي.

 د ارداې ورځپاڼه هم په قطر کې د سولې د خبرو اترو د ناکامۍ لاملونه څېړي او په داسې حال کې په قطر کې يې د طالبانو لپاره د دفتر پرانيستل او له هغوى سره د خبرو اترو پيل د سولې د پروسې لپاره يو زرين چانس ګڼلى دى.

د دې پروسې په بهير کې يې د خنډونو جوړېدل، د افغانستان د خلکو او نړيوالو د غوښتنو د مړاويتوب لامل ګڼلى دى.

د ارادې ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې که چېرې دغه خبرې اترې له ستونزو او خنډونو سره مخ شي او يوې مثبتې پايلې ته ونه رسېږي، ښايې هم د افغانستان او هم د نړۍ لپاره ډېرې ناوړه پايلې هم ولري.

د هشت صبح ورځپاڼه بيا په دې اند ده، چې د طالبانو له لوري د خبرو اترو ځنډېدلو وښوده، چې سولې ته د رسېدو لار ډېره ستونزمنه او له هسکو او ټيټو ډکه ده، چې له هغې څخه تېرېدل ممکن نه دي.

دغه ورځپاڼه د طالبانو د دغه غبرګون رېښې د پاکستان په سياستونو کې لټوي او په دې اند ده، چې د پاکستان لپاره، چې د ورځپاڼې په وينا د طالبانو معنوي پلار دى، او يوازې همدا سياسي حربه يې په لاس کې ده، ډېره ګرانه ده چې په آسانۍ سره به پر دې ډله خپل اغېز او نفوذ را کم کړي.

د افغانستان ورځپاڼه په داسې حال کې له طالبانو سره د خبرو د پيل په اړه د امريکا دريځ ناسم ګڼي، هغو نواقصو اونيمګړتياوو ته اشاره لري، چې د دې ورځپاڼې له نظره د سولې پروسې له پيل څخه تر نن پورې يې دوام درلود او په پاى کې ليکي، چې طالبان تر ډېره د سولې پر ځاى جګړې ته سوچ کوي.

د خدمتګار ورځپاڼه هم د طالبانو له خوا د خبرو اترو ځنډېدل څېړلي دي او په دې اند ده، چې د طالبانو له خوا د سولې د خبرو ځنډېدل په حقيقت كې ناټو او افغان دولت د دوى پر وړاندې جګړې او د بري لپاره ژمنتيا ته رابولي.

دغه ورځپاڼه له طالبانو سره په جګړه کې د افغان دولت او نړيوالو ځواکونو له نا ژمنتيا سر ټکوي او هغه ځانګړو ځايونو ته ګوته نيسي، چې د دې ورځپاڼې په خبره، نا ژمنتيا ښکاره کوي او ليکي، چې په داسې حالت كې پر طالبانو د بري لپاره د چارواكو او حكومت پر ژمنتيا څومره باور كېداى شي، په داسې حال كې چې د دغه بري لپاره د رښتينولۍ اثباتولو او له خپلو برتريو كار اخيستلو ته زياته اړتيا ده.
د ماندګار ورځپاڼې د ولسمشر کرزي هغه دوه غوښتنې ارزولې، چې د امريکا له دفاع وزير سره يې په خبرو کې له نوموړي څخه غوښتي وو، ترڅو د دوى ځواکونه له کليو اوبانډو څخه خپلو مرکزونو ته ستانه شي او همدارنګه له افغان ځواکونو يې غوښتي تر څو د ٢٠١٣ کال وروسته د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد په اړه چمتووالى ولري.

ماندګار د ولسمشر کرزي د دغو غوښتنو تر څېړلو وروسته پوښتي، چې آيا دغه څرګندونې د احساساتو له مخې وې که د يوه پلان او برنامې له مخې؟ ورځپاڼۀ دا غوښتنه، تر ٢٠١٤ کال وروسته په ناقانونه توګه په واک کې د پاتې کېدو لپاره د نوموړي له لېواليتا سره تړ ي او ليکي چې هغه يوازېنى لورى چې د ولسمشر کرزي له دغو غوښتنو څخه ملاتړ کوي او ګټه ورته رسوي هغه وسله وال طالبان دي.

 د ملي آرمان ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې دامريکاس سره دستراتيژيک تړون دلاسليک له لارې څخه د خنډونو د ليري کيدو موضوع ته پاملرنه کوي او د دولت په چوکاټ کې يې يو شمير شخصيتونه او هغه رسنې چې د ملي آرمان ورځپاڼې په خبره له طالبي دريځونو اونظرياتو دفاع کوي، غندلي دي او ليکلي يې دي چې دا کړى غواړي په افغانستان کې دطالبانو بيا واکمنېدو ته اود ورځپاڼې په خبره د پاکستان له خوا يوځل بيا دافغانستان داشغال لپاره زمينه برابره کړي.

ملي آرمان وړاندې په رسنيو کې امريکايي ضد شعارونو اوبحثونو ته په پاملرنې سره ليکي : دبهرنيو په وړاندې د بې منطقه شعارونو په ورکولو سره څوک نشي کولاى قهرمان شي. بلکې دهېواد دسولې او ثبات په لار کې او دخلکو د ګټو اوسولې او ثبات په لار کې ګام اخيستل او دخلکو دامنيت اوهوساينې په لار کې له نړيواولو امکاناتو کار اخيستل کولاى شي مونږ دخلکو په سترګو کې ګران کړي.

 او په پاى کې د وحدت ورځپاڼه، د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د پېښې په اړه د حکومت دريځ تر پوښتنې لاندې راوستى او په دې اندده، چې خلک له ولسمشر کرزي څخه پوښتي، چې ولي په هېواد کې دربهرنيو ځواکونوتر لس کلن شتون وروسته ، بيا هم دغه حضور د ورځپاڼې په ليکنه، د يوې قاعدې پر بنسټ په نه دى.

د وحدت ورځپاڼه ليکي، چې دافغانستان حکومت بايد پوه شي چې د دې پېښې په اړه بې تفاوتي، د حکومت اعتبار ته ډېر زيان رسولى او د دغه حکومت مشروعيت او د منلو وړتيا را کموي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.