ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلوچستان په زندانونو کې لسګونه افغان ماشومان بنديان دي

د بلوچستان په زندانونو کې لسګونه افغان ماشومان بنديان دي

author avatar
1 Apr 2012 - 11:03
د بلوچستان په زندانونو کې لسګونه افغان ماشومان بنديان دي
author avatar
1 Apr 2012 - 11:03

کوېټه (پژواک ١٣ ورى ٩١): د بلوچستان حکومتي چارواکي وايي، چې د دغه ايالت په بېلابېلو زندانانو کې لسګونه افغان ماشومان، چې عمرونه يې تر اتلس کالو کم دي، د بند شپې ورځې تېروي.

د چارواکو په خبره، د نيولو شوو ماشومانو زياته برخه پاکستان ته د ناقانونه تګ له امله نيول شوي دي.

د زابل ولايت اوسېدونکى حبيب الله، چې خپل عمر څوارلس کاله ښيي دغه مهال د کوېټې په لوى زندانان کې بندي دى.

حبيب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې څه مودې را هيسې پاکستاني پوليسو نيولى او دلته يې بندي کړ.

دى وايي: ((زه وړم کال هم پاکستان ته د مزدورۍ لپاره راغلى وم او بيا بېرته لاړم، خو سږ کال چې څنګه راغلم، نو په هماغه ورځ پوليسو ونيولم.))

د حيات الله په نوم يو بل ديارلس کلن بندي ماشوم وايي، چې ده غوښتل له خپلو کليوالو سره د مزدورۍ لپاره ايران ته ولاړ شي، خو په بلوچستان کې د پاکستان پوليسو ايران ته تر رسېدو مخکې ونيو.

هغه پژواک ته وويل: ((د کورنۍ غړي به مې اوس هم فکر کوي، چې حيات الله راته په ايران کې پيسې ګټي، خو په دې نو نه دي خبر چې زه د کوېټې په زندان کې بندي يم.))

د زابل يو بل اوسېدونکى نظرمحمد هم ايران ته د تلو پر مهال نيول شوى دى.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کوېټې ته څېرمه په کچلاغ سيمه کې له ده او پنځه اويا نورو ملګرو څخه يې يوه قاچاق وړونکي د هر کس پر سر درې زره کلدارې هم اخيستې وې او دوى ته يې ويلي وو، چې تر ايرانه پورې به يې رسوي، خو ټول ملګري يې په کوېټه کې د پوليسو لاسته ورغلل.

د نظرمحمد په خبره، دوى لا په دې نه دي پوهېدلي چې پوليسو ته به قاچاق وړونکي په لاس ورکړي وي که به يې په خپله ګوتو ته ورغلي وي.

په بلوچستان کې د بشري حقونو د ادارې مشر سعيد احمدخان پژواک خبري اژانس ته وويل چې که څه هم دوى ته داسې راپورونه نه دي رسېدلي، چې په کوېټه کې دي له بندي ماشومانو سره بد چلند کېږي، خو د پاکستان په نورو سيمو کې د زندانونو حالت ته په کتو سره فکر کوي چې په کوېټه کې به بندي ماشومان شپې او ورځې په شاواخون تېروي.

خو د بلوچستان د زندانونو مشر نوراحمد پرکاني بيا وايي، چې دوى د بلوچستان په ټولو زندانونو کې له بندي ماشومانو سره د اولاد په څېر چلند کوي.

دى وايي، چې د نيولو شوو ماشومانو زياته برخه له افغانستان سره د پاکستان پر ګډه پوله او ځيني نور يې بيا د ايالت په بېلابېلو برخو کې نيول شوي دي.

د ده په خبره، تر څو چې عدالت (محاکمې) بنديانو ته سزا نه وي اورولې، تر هغه وخته به بنديان له دوى سره وي او دوى يې ښه ساتي.

پژواک هڅه وکړه، چې د بندي افغان ماشومانو د ژوند او د هغوى د خلاصون په اړه په کوېټه کې د افغانستان د قونسلګرۍ نظر هم واخلي، خو ونه توانېد.

پاکستاني پوليس هره اونۍ له افغانستان سره پر ګډه پوله او د ايالت په ځينو نورو سيمو کې لسګونه افغانان، چې پاکستان يا ايران ته د مزدورۍ په موخه روان وي، له قانون څخه د سرغړونې په تور نيسي.

 

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.